fbpx

د ال ايس لؤړی د کريکټ رسمۍ انځور به د نړيوال جام پر مهال نيلام ته وړاندې شي

خبریال ویب پاڼه لندن – ۱۸ مۍ ۲۰۱۹: د انګليستان پخواني نقاش او انځور ګر ال ایس لؤړی لخوا په ۱۹۳۸ ميلادي کال کې رسم شوی انځور به د ۲۰۱۹ کال نړيوال جام پر مهال نيلامۍ ته وړاندې شي.

دغه رسامۍ انځورچې ماشومان پکې په لوبو بوخت دي، د افغانستان او انګليستان ترمنځ د سيالۍ وروسته به تر پنځو ورځو پورې د لندن په سوتبای سيمه کې نيلامۍ ته وړاندې شي.

د انځور راټلوونکي نېل او ګينا سمهت په وينا چې تر ۸۰۰۰۰۰ ایرو پورې د تصوير خرڅیدو تمه کیدلی شي.

د بريتانیا اوسني مشهور انځور ګر سیمون هکر په وينا چې د ال ايس لؤړی لخوا ایستل شوی انځور، په هره برخه کې ښه رسامي شوی، د شلمې پيړۍ د صنعتي ښار چاپیريال او په هغې کې د ماشومانو د لوبې ډول په بې سارې توګه منظرې شویدی.

ال ایس لؤړی په ۱۸۸۷ ميلادي کال کې مانچستر ته نږدې زيږدلی وو، نوموړي د رسامۍ هنر په برخه کې زده کړې کړې کولې او د ورځې پر مهال به يې د کرایې راټولول يا حصولی کولې.

نوموړی په نقاشۍ برخه کې مشهور هنرمند شمیرل کیده. او په ۱۹۷۶ ميلادي کال کې د ۸۸ کالونو په عمر مړ شو.

د هغه نقاشۍ يو بل تصویر لدې وړاندې په ۱۹۹۶ ميلادي کال نړیوال جام سیالیو کې نيلامۍ ته وړاندې شوی ووو، چې هغه مهال ۲۸۲۰۰۰ ایرو پیرل شوی وو.

عزیزالله عزیزي

Your SEO optimized title page contents