fbpx

حامد کرزی : پر پولیسو هوایې برید خواشینی کړی یم

خبریال ډاټ کام کابل – ۱۸ مۍ ۲۰۱۹ د هېواد پخواني ولسمشر حامدکرزي یو ځل بیا په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د نظامي عملیاتو او هوایي بریدونو پر دوام خواشیني څرګنده کړې او په هلمند ولایت کې یې پر ملي پولیسو د بهرنیو ځواکونو هوایي برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د پخواني ولسشمر حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي کرزی د نظامي عملیاتو او هوایي بمباریو دوام چې پرته له افغان وژنې بله نتیجه نلري، په کلکو ټکو غندي. کرزی وایې په هېواد کې د جګړو ډیری قربانیان په دواړه خواوو کې افغانان دي له ټولو ښکېلو غاړو.غواړم نور له جګړو تېر شئ او د بین الافغاني مذاکرانو هڅې ګړندۍ کړئ.

د هلمند پر هوایې برید کې د پولیسو وژل کېدل امریکایې ځواکونو هم تایید کړي په د امریکایې ځواکونو ویاند ویلي د پولیسو پر غوښتنه یې هغه وخت هوایې برید وکړ کله چې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شدیده شوه.

په هلمند کې د امریکایې ځواکونو په هوایي عملیاتو کې ۱۷ پولیس شهیدان شوي او ۱۴ نور ټپیان دي دې برید په ټول هېواد کې سخت غبرګونونه راوپارول چې ګواکې ولې افغان پولیس په نښه کېږي؟

یو شمېرچارواکو خبر ورکړی دی چې د هوایې برید په اړه به څېړنې وکړي د هلمند د ولایتي شورا رییس هم ویلي دغه برید هغه مهال شوی چې د یاد کنډک قوماندان له پولیسو سره یوځای د طالبانو پرضد پر عملیاتو بوخت وو د دغې ولایت والي هم دا پېښه تایید کړې او د څېړنې خبر یې ورکړی.

د یادونې وړده په دې وروستیو کې د هېواد په ډیری ولایتونو کې هوایې بریدونه ډېر شوي چې د جګړو پر وخت پکې زیاتره وخت افغان ځواکونه هم په شهادت رسیږ.