fbpx

جنرال فرید مشعل د کاپیسا امنیه قوماندان وټاکل شو

خبریال ویب پاڼه – کابل ۱۸-۵- ۲۰۱۹ – د غزني پخوانی امنیه قوماندان جنرال فرید احمد مشعل د کاپیسا امنیه قوماندان وټاکل شو .‌

نوموړی په غزني ولایت کې د قوماندانۍ پر مهال په سخت جنګي قوماندان مشهور شو .

فرید احمد مشعل د کندهار نه د پولیسو په لیکو کې دنده پیل کړه او په لږ وخت کې د بریالی ماموریت له کبله تر جنرالي‌ رتبې پوري ورسېدو.

تېر کال فرید مشعل هغه مهال وځلېدو چې پر غزني ډله آئیز برید ته یې ماتې ورکړه او هغه برید د سلګونو طالبانو په وژنه پای ته ورسېد.

فرید مشعل د یو څه وخت له پاره کابل کې وو ، خو نن د ولسمشر غني ‌په فرمان او د کورنیو چارو وزارت په غوښتنه د کاپیسا امنیه قوماندان وټاکل شو.

فرید مشعل یو له هغو پوځي افسرانو وو چې په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې د شهید جنرال رازق سره ډېر زیات عملیات او ماموریتونه کړي دي‌.

نوموړی تر نورو امنیه قوماندانانو ځوان ، او لوستی دی .
فرید مشعل د حقوقو په برخه کې خپلي‌زدکړي‌کړې ، په پښتو ، دري بشپړ حاکمیت لري او یوه اندازه انګلیسي‌ هم پوهېږي .

کاپیسا د کابل په شمال شرق کې واقع او د مساحت له مخي‌ تر ټولو کوچنی ولایت دی چې مرکز یې محمود راقي دی .

د دغه ولایت د ځمکني‌ مساحت اندازه ۱۸۴۲ کیلومتره ده .‌او د نفوسو شمېره یې شاوخوا ۴۰۰ زره ښودل شوې ده .