fbpx

ډرون برید په پکتیکا ولایت کې ۳ وسله وال طالبان وژلي

خریال وېب پاڼه پکتیا ۱۹مۍ ۲۰۱۹ په  پکتیکا ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې چې د طالبانو پر یوه موټر شوې ده شپږو تنووسله والو  طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د پکتیکا د والي ویاند شامحمود آرین د رسنیو سره په خبرو کې وویل ، چې دغه برید په برمل ولسوالۍ کې شوی دی چې له کبله یې ۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي . د والي ویاند زیاته کړه چې په دغه برید کې د د وسله والو سره موجوده اسلحه هم منځه تللې ده .

پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ د پاکستان سره پر پوله پرته ولسوالۍ ده ، چې وخت نا وخت د پاکستان له لوري افغانستان ته د دغه لارې وسله وال طالبان راځي او دلته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي .

د والي ویاند وايي ، چې په دغه برید کې ملیکانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

د یاد برید په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي .

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه مرکز په هوايي برید کې د پاکستاني طالبانو په ګډون ۱۶ تنو وسله والو طالبان وژل شوي و.

Loading...