fbpx

د ولسي جرګې د رئیس پر سر لاهم ناندرۍ روانې دي

خبریال وېب پاڼه کابل ۱۹ مۍ ۲۰۱۹ / له هغې وروسته چې د ولسي جرګې د مؤقت رئیس له لوري میر رحمان رحماني د رئیس په توګه اعلان شو، په ولسي جرګې کې یې ناندرې را پورته کړې .

نن په ولسي جرګې کې میررحمان رحماني ته اجازه ورنه کړل شوه ، چې د رئیس پر څوکۍ کیني او د نوموړي څوکۍ د زیات شمېر وکیلانو له لوري محاصره شوې وه .

په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازی قلاتوال د آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې اړه یې یوه مصلحتي غونډه جوړه کړې ده او ډېر ژر به دې اړه پرېکړه وکړي ، د نوموړي په خبره په دې مصلحتي غونډه کې د هر ولایت څخه یوه استازي ګډون کړی دی .

تېره ورځ د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره د کمال ناصر اصولي او میررحمان رحماني ترمنځ د دغه ریاست لپاره د دوهم ځل ټاکنې وشوې چې میررحمان رحماني د مؤقت رئیس له لوري د ۱۲۳ رایو په اخیستلو سره رئیس اعلان شو.

خو د ولسي جرګې پخوانی غړی او حقوق پوه کبیر رنجبر تېره شپه له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې د رئیس په توګه د میر رحمان رحماني ټاکل کېدل د ولسي جرګې د کورنۍ دندې د اصولو له مخې رحماني ۱+۵۰ رایې نه دي پوره کړې نو په دې اساس نوموړی رئیس نه شي ټاکل کېدای ، د نوموړي په خبره رایې اخیستونکي باید د موجوده یا حاضرو وکیلانو ۱+۵۰ رایې وګټي څو د ریاست څوکۍ په لاس راوړي ، خو تېره ورځ د ولسي جرګې په تالار کې ټول ۱۴۷ وکیلان اعلان شول ، خو د رحماني رایې ۱۲۳ دي نو د موجودو وکیلانو نیمايي رایې یې نه دی اخستې .

د تېرې دورې د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ پر سر هم زیاتې ناندرې رامنځته شوې چې څو ورځې یې دوام وکړاو بالاخره د یوه مصلحت له مخې په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازی عبدالرؤوف ابراهیمي د ولسي جرګې د رئیس په توګه وټاکل شو.