fbpx

د پاکستان اپوزیسیون ګوندونه د حکومت ضد لاریون کوي

خبریال وېب پاڼه پېښور – ۱۹ مۍ ۲۰۱۹ / د پاکستان پوزیسیون ګوندونه له اختره وروسته  د پاکستان ضد د لویو لاریونونو هوډ کړی دی .

د پیپلز ګوند یو تن مشر آصف علي زرداري د روانې میاشتې په ۱۷ نېټه په اسلام آباد کې د جمعیت علما ګوند د مشر فضل الله سره وکتل او د حکومت پر ضد یې د لاریون پر پیل سره خبرې وکړې .

په سنا کې د پيپلز ګوند یو تن غړي بهره مند تنګي د رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي ، چې ګوند یې د بېلابېلو سیاسي مشرانو سره تماسونه نیولي دي او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د سیاسي ګوندونو مشران ته په ۱۹ د مۍ دعوت ورکړی دی .

په ورته وخت کې په سنا کې د جمعیت علما ګوند یو تن استازي زاهد اکرم دراني هم ویلي چې ګوند یې په پام کې لری چې له کوچني اختر وروسته په پېښور کې یوه لویه غوڼده وکړي او ورپسې به د حکومت پر ضد خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي .

دغه لاریونونه داسې مهال پلان شوي دي چې له یوې خوا د پاکستان حکومت تر سخت نړیوال فشار لاندې دی چې په خپله خاوره کې ترهګرو ته ځای ورکوي او له بله اړخه د عمران تر واک لاندې حکومت له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی ، چې تازه یې تېره اونۍ د نړیوال وجهی صندوق څخه ۶ میلیارده ډالر واخیستل .

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د توکو بیه په بې ساري توګه لوړه شوې ده او خلک یې هم د حکومت پر ضد د دغه لوړې بیې په غبرګون کې لاریون ته مجبور کړل ، خو پاکستان حکومت د دغه لاریون کوونکو په ځواب کې وویل چې د پاکستان اوسېدونکي دې تر دې بد حالت ته انتظار وباسي .

د پاکستان انصاف ګوند یو تن مخکښ او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د مۍ میاشتې په ۱۶ نېټه د رسنیو سره خبرو کې وویل چې ګوندونو هغه مهال چې په حکومت کې و داسې لاریونونه د حمهوریت په توان بلل ، خو اوس چې دوی ته په حکومت کې ونډه نه ده ورکړل شوې لاریونونه کوي .

Loading...