fbpx

بلاول بوټو: عمران خان پاکستان له اقتصادي عزابه نه شي خلاصولی

خبریال ویب پاڼه پاکستان- ۱۹ مۍ ۲۰۱۹: د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو ویلي پاکستان له یو سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او عمران خان ددې وړتیا نه لري چې پاکستان له دې عذابه خلاص کړي.

د راپورونو له مخې د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان پر ضد نور ګوندونه له ځان سره راټول کړي او له ګوندونو یې غوښتنه کړې چې د پاکستان اوسني اقتصادي وضعیت په اړه دې له یو بل سره په ګډه کیني او پاکستان دې له دې لوی عزاب څخه ځان خلاص کړي.

د دوی دا ناسته کومه رسمي اجنډا نه لري، بلکې یوازې د مخالفو ګوندونو د مشرانو یوه عادي ناسته ده. د پیپلز ګوند مطبوعاتي دفتر ډان ورځپاڼې ته ویلي چې دوی به په نږدې راتلونکې کې راټول شي او له اقتصادي بحرانه د پاکستان د وتلو لپاره به یوه طرحه جوړه کړي.

د عمران خان د ناکامه کړنو وروسته دا ګوندونه راټول شوي او په یوې طرحه کار کوي له دې وړاندې لومړي وزیر عمران خان په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي و د پاکستان اقتصادي وضعیت په یو سخت پړاو کې قرار لري هغه ویلي په هېواد کې مو سخته ګراني راغلې خو زیاتوي چې پاکستانیان باید نور هم مشکلات وزغمي.

کله چې پاکستان ډېر قرضداره شو نو پر هېواد کې سخته ګراني راغله د د عمران خان پر وینا پاکستان اوس مهال ۱۳ سوه میلیارده له نړیوالو قرضداره دی. د دې کنټرول همدا لار لري چې ګراني رامنځته شي که چېرته ګراني ونه زغمۍ نو دا ۱۳ سوه میلیارده قرضونه به نور هم لوړ شي نو اوس دې ګراني پاکستانیان باید وزغمي.