fbpx

ویلیم پورټر فیلډ له افغانستانه غچ واخیست

خبریال ویب پاڼه آیرلینډ ۱۹ مۍ ۲۰۱۹: ایرلینډ لوبډلې د پچې په ګټلو لومړی توپ وهنه غوره کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو يې په ۴۸.۵ اورونو کې ۲۱۰ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لخوا په بیټینګ کې اوپنر بیټسمین پال سټرلینګ په ۹۴ توپونو د شپږو څلوریزو او دوو شپږیزو په مټ ۷۱ منډې جوړې کړې.

د لوبډلې مشر وليئم پورټرفیلډ په ۸۳ توپونو د شپږو څلوریزو په مټ ۵۳ منډې جوړې کړې.

همداشان کیون اوبراین ۳۲ او ویلسن ۱۰ زیاتې منډې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا په توپ اچوونه کې دولت ځدراڼ په ۷ اورونو کې ۳۵ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

افتاب عالم په ۷.۵ اورونو کې ۲۸ منډې درې لوبغاړي وسوځول، راشدخان لس اورونو کې ۴۱ منډې دوه لوبغاړي او لوبډلمشر ګلبدین نایب په لس اورونو کې ۴۵ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه.

د یاد هدف په مقابل کې د افغانستان لوبډلې پیلوونکو بیټسمینانو ښه پیل ورنکړ او په شل اورونو پای ته رسیدو سره افغانستان ۴۰ منډو کې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو. خو وروسته ټوله لوبډله په ۳۶ م اور کې په ۱۳۸ منډو وسوځیده.

د افغانستان لخوا په بیټینګ کې شهزاد (۲)، ځاځي (۱۴)، رحمت شاه (۴)، اصغر افغان (۲۹)، حشمت الله شاهدي (۱۲)، محمد نبي (۲۷)، ګلبدین نایب (۲۰)، راشدخان (۱۶)، او افتاب عالم (۵) منډې وکړې.

ایرلینډ لخوا په توپ اچوونه کې مارک ائډر څلور، بویډ رنکین درې،
ټئم مرتع دوه او کیون اوبراین یو لوبغاړی وسوځوه.

افغانستان دغه سیالي په ۷۲ منډو په توپیر بایلوده.

افغانستان به خپله دوه سیالي د ایرلینډ خلاف د مۍ میاشتې په ۲۱مه نیټه ترسره کړي.

د لوبې وروسته ګلبدین نایب وویل” توپ اچوونکو خپله دنده اجرا کړه، خو مونږ د اننګز پر مهال د وخته ویکټې له لاسې ورکړې، د دوی توپ اچوونکو ښه توپ اچوونه وکړه، سټرلینګ او پورټرفیلډ ښه بیټینګ وکړ، کریډیټ دوی ته ورکوم، پدې هیله یو چې راتلوونکي لوبه کې ښه وځلیږو.

د ایرلینډ لوبډلې مشر ویلیئم پورټرفیلډ وویل” مونږ پدې تیرو څو سیالیو کې پدې ویشتنځایونو ښې لوبې وکړې، چې لوبه د ۷۰-۶۰ منډو په توپیر وګټې، خامخا خوشالوونکي وي، د ډیرو کالونو راهیسې د سټرلینګ سره ښه ملګرتیا لرم،
مونږ د یو بل په اړه ښه سره پوهیږو، او د خپلو کارکردګیو راضي یو.

عزیزالله عزیزي

Loading...