fbpx

د نړیوال جام وروسته د ملي لوبډلې روزونکی دنده پریږدي

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې روزونکی د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام وروسته خپله دنده پریږدي.

نوموړي ویلي د هغه موخه دا وه چې افغانستان کریکټ ملي لوبډلې سره تر هغې همکار واوسي، تر څو لوبډله نړیوال جام ته ورسوي.

د پېل سیمونز په وینا د هغه هدف ترلاسه شو، او اوس ښه وخت دی چې نور له یادې لوبډلې رخصت واخلي.

پېل سیمونز په ۲۰۱۷ کال دسمبر میاشت کې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې روزونکی وګمارل شو، او دده په روزنه کې افغانستان ډیرې بریاوې ترلاسه کړې.

سیمونز چې د نړیوال جام وروسته یې د جولای په دیارلسمه نیټه قرار داد پای ته رسیږي، د هغه مثبتو کارونو ته په کتو داسې ښکاریده چې افغانستان کریکټ بورډ به له هغه سره شوی تړون نور هم وغځوي، خو پخپله سیمونز ویلي نور نه غواړي چې خپل قرار داد وغځوي.

” ما پدې اړه فکر کړئ، او بیا ځلې نه غواړم چې قرار داد نوی کړم او پدې اړه مې افغانستان کریکټ بورډ هم خبر کړئ دی.

” ما اصلاً اتلس میاشتې تړون کړئ او پدې موده کې مو ډیر څه کړې دي، د افغانستان کریکټ بورډ هدف دا وو چې لوبډله نړیوال جام ته وراسیږي، او ددې لپاره یې زه په دنده وګمارلم، زما هدف همیشه دا وي چې کله ځم، له ځان څخه ښه شیان پریږدم، اوس هغه وخت دی چې نور لدې ځای بل چیرته لاړ شم.

سیمونز دا هم وویل چې د لوبډلې د مشر د بدلیدو په اړه نه ورسره کریکټ بورډ او نه ورسره د غوراوي کميټې کومه مشوره کړې ده.

هغه وویل” نه!، زه بیخي پدې اړه خبر نه یم، او نه پدې اړه څه ویلی شم، دا د افغانستان کریکټ بورډ او د غوراوي کميټې خپله پریکړه وه، زه یې نه بدلولی شم او نه زما واک دی او څنګه به داسې وکړم؟ ، د کپتان د بدلیدو وروسته زه پدې بوخت ووم چې څنګه لوبډله ترتیب او چمتو کړم.

ویل کیږي چې د سیمونز یو لامل چې نور قرار داد نه غځوي، دا هم دی چې د کریکټ بورډ لخوا د لوبډلې په مشری کې بدلونونه را منځ ته شول.

کریکټ بورډ د نړیوال جام وړاندې د افغان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی مشر اصغر افغان له دندې لیرې او په ځای یې ګلبدین نایب د لوبډلې مشر وټاکه. چې دا پریکړه د ګڼو مینه والو لخوا د توند غبرګون او د ځینو لخوا یې هر کلی وشو.

عزیزالله عزیزي