fbpx

ټرمپ : که ایران د جګړې جرأت ورکړي ختم به شي

خبریال وېب پاڼه کابل – ۲۰ مۍ ۲۰۱۹/ د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د زیاتوالي په لړ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل یوه ټویټ کې ویلي ، چې نور دې هیڅکله ایران امریکا نه ګواښي . ټرمپ زیاتوي چې که ایران دې د جګړې جرأت نه کوي او که چېرې یې د جګړې جرأت وکړ نو په رسمي توګه به ختم شي .

معلومه نه ده چې ټیک ټرمپ د کوم ایراني چارواکو څرګندونو ته اشاره کړې ده ، خو له دې وړاندې د سپاه پاسدران قوماندان ویلي و ، چې د ایران دښمنان له ایران سره د جګړې توان نه لري له جګړې ویریږي .

د سپاه پاسدران قوماندان همدارنګه زیاته کړې وه چې ایران جګړه نه غواړوي ، خو د جګړې په وړاندې پوره چمتوالي لري .

سلامي یوه میاشت وړاندې د ایران د مشر آیت الله خامنه یي له لوري د سپاه پاسداران د قوماندان په توګه وټاکل شو او د محمد علي جعفري ځای ناستی شو .

له دې وړاندې هم خامنه یي دا وړاندوینه کړې وه چې له امریکا سره به جګړه ونه شي خو په ورته وخت کې یې له امریکا سره هرډول مذاکرات هم رد کړي و.

بل پلو سعودي عربستان هم پر ایران تور پورې کړی ، چې په سیمه کې جګړې ته لمن وهي ، د سعودي د بهرنیو چارو وزیر وايي ، ایران په دې هڅه کې دی چې په سیمه کې جګړه پیل کړي ، خو که ایران دغه کار وکړي نو سخت زیان به وویني .

د ایران سره د آټومي موافقې څخه د امریکا د وتلو وروسته ، امریکا پر ایران سخت بندیزونه ولګول چې له کبله یې ایران سخت اقتصادي زیان لیدلی دی ، که څه هم د امریکا لوړپوړو چارواکو ایران ته د خبرو کولو بلنه ورکړې ده ، خو ایراني چارواکو د امریکا دغه غوښتنه په وار وار سره رده کړې ده . ایران ته د امریکا وروستی ګواښ ډېر تند دی ، خو ایران د امریکا د دغه ګواښ په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ویلي .