fbpx

هوايي بمبار کې ۲۷ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریا وېب پاڼه – کندهار ۲۰ مۍ ۲۰۱۹ / د هلمند ولايت د ګريشک ولسوالۍ اوسيدنکي وايي چې د دو, جلا هوايي عملياتو پر مهال ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

په هلمند کې د ملي اردو مسئولين د ګڼو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي او د ولايت مقام بيا د ملکيانو له مرګ ژوبلې بې خبري ښيي، خو سیمه کې عیني شاهدان وايي چې دو شنبه د ثور/ غويي ۲۹مه د مې ۱۹مه ماخوستن د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ سیدانو سیمه کې د افغان ځوکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې هوايي ځواکونو  په دریو کورونو بمبار وکړ چې له امله یې ۵ ولسي وګړي وژل شوي  او د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۱۰ نور ملکي وګړي ټيان شول.

له بله پلوه د سپګ ادارې د راپور له مخې د همدې ولسوالۍ د (زمبولي) د کلي ځينې اوسیدونکي وايي چې وړمه شپه الوتکو پر هغو خلکو بمبار وکړ، چې غنم يې تريشر کول، دوی وايي د کار پر مهال پرې بمبار وشو چې له امله یې ۸ عام وګړي شهیدان او ۴ نور ټپيان شول.

د هلمند د والي وياند محمد عمر ځواک وايي تر اوسه د دغه خبر د پخلي په اړه معلومات نه لري.

طالبانو دهلمند ولایت مقام دادعا په اړه چې ګڼې په دغه عملیاتو کې یې ګڼ شمېر طالبان وژلي دي څه نه دي ویلي .

په دې وروستیو کې د جنوبي ولایت هلمند څخه د جګړې راپورونه ورکول کیږی ، خو ولایتي اداره بیا په دغه ولایت کې د طالبانو ټول پلانونه ناکام بولي او زیاتوي چې د طالبانو د ځپلو په موخه یې عملیات پیل کړي دي.