fbpx

د تاجکستان په یوه زندان کې د بلوا پر مهال ۳۲ تنه وژل شوي

خبریال وېب پاڼه- نړیواله څانګه – ۲۰ مۍ ۲۰۱۹ / د تاجکستان پلارمينې دوشنبه په یوه زندان کې د تاوتریخوالي له کبله ۳۲ تنه وژل شوي دي .

د تاجکستان د عدلیې وزیر ویلي ، چې د یکشنبه په ورځ په دغه زندان کې په داعش پورې تړلیو زندانیانو بلوا کړې او دغه پېښه هم د بلوا له پیل کېدو وروسته رامنځته شوې ده .

په دغه زندان کې تر ډېره سیاسی او داعش ډلې پورې تړلي کسان بندیان دي د حکومت تر سخت نظارت لاندې دی .

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې په وژل شویو کسانو کې درې تنه د زندان ساتونکي او ۲۹ زندانیان شامل دي .

د عدلیې د وزیر په وینا داعش ډلې لومړۍ په دغه زندان کې پنځه تنه زندانیان او درې ساتونکي وژلي او وروسته یې په دغه زندان کې بلوا پیل کړه چې وروسته بلواګر زندانیان د پولیسو چې شمېر یې ۲۴ تنو ته رسېده د پولیسو له لوري ووژل شول .

دا په داسې حال کې ده چې د تاجکستان ګڼ شمېر وګړي په عراق او سوریه کې د داعش ډلې سره یوځای شوي دي .

تاجکستان موده وړاندې دغه ډله تروریستي ډله اعلان کړه او په دې هېواد کې یې د دوی په فعالیتونو بندیز ولګاوه .

تېرکال هم د تاجکستان خجند بندیانو بلوا کړې وه ، چې له کبله یې ۲۷ تنه زندانیان وژل شوي وو.