fbpx

ښايي مودي د هند ټاکنې په غوڅ اکثریت وګټي

د هند د ټاکنو له لومړنیو پایلو ښکاري چې د لومړي وزیر نارندارمودي ګوند بهارتاجاناتا د تېر په پرتله په ډېر اکثریت وګټي .

د پایلو څخ مالومیږي چې مودي به د پارلمان د ۵۴۵ څوکیو ۳۳۹ څخه تر ۳۶۰ څوکۍ وګتي. خو د د اټکل له مخې اپوزیسیون ګوند به تر ۱۰۰ پورې څوکۍ خپلې کړي .

د هند د قانون له مخې په ټاکنو کې هغه ګوند بریالی دی چې په ټاکنو کې تر ۲۷۰ پورته څوکۍ خپلې کړي .

د ۲۰۱۴ میلادي کال په ټاکنو کې د مودي ګوند له ۳۳۰ پورته څوکۍ اخیستې وې او واک یې خپل کړ.

که څه هم په بشپړه توګه رایې نه دي شمېر شوې ، خو په پام کې ده چې د روانې میلادي میاشتې په ۲۳ نېټه به د ټاکنو پایلې اعلان شي ږ