fbpx

د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې ۱۵ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي

خبریال وېب پانه – مزار شریف ۲۰ مۍ ۲۰۱۹ / د هېواد په شمالي ولایت فاریاب کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله پنځلس تنه عام وګړي ټپیان شوي دي .

د فاریاب ولایت د پولیس ویاند عبدالکریم یورش له رسنیو سره په خبرو کې ویلي ، چې دغه پېښه تېرماښام هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو مخالفینو د المار ولسوالۍ پر بازار د هاوان مرمۍ برید وکړ ، چې له کبله یې پنځلس تنه ژوبل شوي دي .

خو دالمار ولسوالۍ اوسېدونکي وايي ، چې تېرماښام د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ لنډه نښته وشوه خو دوی ته معلومه نشوه چې هاوان مرمۍ د کوم لوري پر ملکیانو توغولې ده ، د دوی په خبره په دې پېښه کې دوه تنه ځوانان هم وژل شوي دي .

یورش وايي ، ټپیان د درملنې په موخه میمنې مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي ، چې د ۸ تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوي دی .

د پېښې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي .

دا پېښه داسې مهال رامنځته کیږي چې په هلمند ولایت کې هم د افغان ځواکونو په هوايي بمباریو کې ۲۷ تنه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

په ورته وخت کې د میدان وردګو ولایت څخه هم راپورونه وايي، چې ددغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د شپنیو عملیاتو په ترځ کې درې تنه وژل شوي دي د دې پېښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي .