fbpx

خالد: د ۲۳ زره شهيد سرتېرو کورنيو سره به نغدي مرسته وشي

خبریال ویب پاڼه کابل – ۲۰ مۍ ۲۰۱۹: د افغانستان ملي دفاع وزارت سر پرست وزیر اسد الله خالد نن د یوې غونډې په ترڅ کې وویل د شهید شویو سرتېرو د کورنیو سره به د روژې پر مناسبت نغدي مرسته وشي.

د دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي نن پر ملي دفاع وزارت کې د همدې مرستو په تړاو یوه غونډه جوړه شوې وه په جوړه شوې غونډه کې اسدالله خالد وویل د روژې میاشت پر مناسبت به د شهید شویو کورنیو سره نغدي مرسته وکړي.

د سرپرست وزیر اسد الله خالد پر وینا په دغې روژه کې به ( ۲۳۰۰۰) درويشت زره کورنيو ته په په عاجل ډول په نغدي ډول( ۱۰۰۰۰) لس زره افغانۍ د اکونټونو له لارې ورجمع کړي)

د ملي دفاع وزير اسدالله خالد ژمنتيا څرګنده کړه، چې د خپلو شهيدو شويو او په ليکو کې د شته سرتېرو حقونو په رسولو کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او اداره يې مکلف کړه، چې په خپل وخت د سرتېرو کورنيو ته د هغوی سره شوې مرستې ورسوي.

خبر پاڼه د اسد الله خالد له قوله وایې د دوی هڅه دغه ده، چې د ټولو امنيتي ځواکونو په ليکو کې د شهيدو شويو، معلول شويو سرتېرو کورنيو ته رسيده ګي وکړي هغه که د دفاع وزارت په چوکاټ کې دي، د کورنيو چارو وزارت يا هم نورو امنيتي ارګانونو په چوکاټ کې خپلې دندې اجرا کوي.

اسد الله خالد په دغې غونډه کې ژمنه وکړه چې په راتلونکې به هم د شهید شویو سرتېرو کورنیو سره له دې ډېره مرسته کوی.