fbpx

مقری : جوړ روغ یم د مرګ اوازه تبلیغات دي‌

خبریال ویب پاڼه کابل ۲۰ /۵/۲۰۱۹د پښتو وتلی مليسندرغاړی عبدالله مقری ژوندی ، روغ جوړ او د ښه صحت خاوند دی .

د نوموړيد مرګ آوازه د پاکستان پلوو له لوري خپره شوې وه چې ګواکې خدای مکړه د پښتو دا مشهوره هنرمند ژوند له لاسه ورکړی .

عبدالله مقري خبریال ډاټ کام ته ویل چې مرګ حق دی او یوه ورځ به ټول مرو ،خو دم ګړی داسياوازې خپرول یوازي د ځینو دوستانو او خواخوږو ذهنونه خرابول دي بله معنا نه لري .

نوموړی وايي چې د صحت له کبله هم کومه ستونزه نه لرم ،بلکه روژې په ښه او ارامه فضا کې نیولای شم . عبدالله مقوری چې د هیواد او خاورې یو تر ټولو زیات ملي سندرغاړی پېژندل شوی په آزاد افغانستان او ټولو پښتنو کې سلګونه زره اورېدونکي لري .

نوموړی یو له هغو سندرغاړو دی چې همېشه په افغانستان کې د جنګ او جګړو خلاف او دسولي راتګ ته د هنر په ژبه لار برابروي .

د پاکستان له لوري د ښاغليمقوري د مرګ اوازې په سوشل میډیا کې غوغا جوړه کړې او د ښاغليمقري خواخوږي ،دوستان او مینه وال سخت خفه دي .

دا چې عبدالله مقری ژوندی ،او له موږ سره ی خبريوکړې دا ثابتوي چې پاکستاني استخبارات دافغانانو د فکر ، او احساساتو له وژلو نه کښېني ځکه ناسمي اوازې خپروي .