fbpx

د عبدالله مقري د مرګ اوازه ولي خپره شوه ؟

خبریال ویب پاڼه کابل / ۲۰-۵-۲۰۱۹-  ټولنيزو رسنيو د پښتو ژبې د نوموتي سندرغاړي عبدالله مقري د مړينې خبر لاس په لاس کېږي، چې ګيني هغه مړ شوى دى. دا څويم ځل دى چې د نوموړي د مړينې خبرونه په ټولنيزو رسنيو خپرېږي او وروسته دروغ خېژي.

يو ځل بيا د نوموتي سندرغاړي عبدالله مقري د مړينې خبر چې د هغه مينه والو ژر تر ژره په ټولنيزو رسنيو خپراوه، چې وروسته درواغ وخوت. د نوموړي د مړينې خبر چې کله هغه په خپله وليده، نو يې په خپله فېسبوکي پاڼه دا خبر رد کړ او وې ويل چې هغه ژوندى دى او د مړينې خبرونه يې د هغه مخالفينو خپاره کړي دي.

نوموړي خبريال ډاټ کام سره په خپلو خبرو کې وويل، چې هغه روغ دى او له روژه ماتي وروسته اوس ناست دى چاى څښي. هغه همدا راز زياته کړه چې د مرګ اوازه يې له پاکستانه خپره شوې ده. هغه وويل چې تېر ځل هم له پاکستانه د هغه د مرګ اوازه خپره شوې وه. نوموړي وويل چې مرګ حق دى او ټول به مرو، خو بېځايه اوازې خپرول ښه کار نه دى.

عبدالله مقري وايي چې د هغه مخالفين له ډېر وخت راهيسې د هغه د مرګ اوازې خپروي او د هغه په مينه والو کې تشويش پېدا کوي. هغه وايي چې د ده مينه وال دې هېڅ کله هم په داسې دروغو خبرونو باور نه کوي او هر کله چې د يو چا په اړه څه خبر اوري نو لومړى دې يې تصديق کوي او له هغه وروسته دې يې بيا له نورو سره خپروي.

دا لومړى ځل نه دى چې د عبدالله مقري د مړينې په اړه دروغ خبرونه خپاره شوي دي، له دې مخکې هم ډېر ځله د هغه د مړينې خبرونه په ټولنيزو رسنيو کې راغلي، چې وروسته هغه په خپله رد کړي دي.

د ټولنيزو رسنيو له راتګ سره سم دا ډول اوازې ډېرې خپرېږي او هر څوک چې بيا دغه ډول خبر ويني، له نورو ملګرو سره يې شريکوي چې دا اوازې ډېرى وخت د ځينو خلکو لپاره دردونکې هم وي. نه يوازې د عبدالله مقري بلکې د نورو ډېرو سندرغاړو او نوموتو خلکو په اړه هم وخت نا وخت دا ډول اوازې خپرېږي چې د هغوى فېسبوکي مينه وال يې هم پرته له دې چې تصديق وکړي، له نورو ملګرو سره شريکوي.