fbpx

افغان حکومت د سولې په برخه کې د جرمني دهڅو ملاتړ کوي

خبریال وېب پاڼه – کابل – ۲۱ مۍ ۲۰۱۹ / افغان حکومت د سولې په تړاو د جرمني هڅې ستايي او له ټولو هغو هڅو څخه یې ملاتړ کوي ، چې د افغان سولې په برخه کې یې کړې دي .

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په قطر کې له طالبانو سره د جرمني هېواد د ځانګړي استازي لیدنې او د دغه هېواد له ټولو هغو هڅو څخه ملاتړ کوي ، چې د افغان سولې په اړه یې کړې دي .

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي ، جرمني ژمنه کړې چې د افغان حکومت سره به دسولې په برخه کې خپلو هڅو او همکاریو ته دوام ورکوي او د طالبان سره یې وروستۍ لیدنه هم د دغه هڅو پایله وه .

په ورته وخت کې احمدي وايي، چې هند هم لېواله دی چې د افغان سولې لپاره تر خپلې وسې پورې هڅه وکړي او د دې بهیر سره مرسته وکړي .

د احمدي په خبره د افغانستان ګاونډي هېوادونه او همدارنګه د د افغانستان ملاتړي هېوادونو مرسته کولی شي ، چې د افغان سولې د روان بهیر سره پوره مرسته وکړي .

د روامې مۍ میاشتې په ۱۸ نېټه د د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي مارکس پوټزیل په قطر کې د طالبانو د دفتر له مشر ملابرادر سره کتلي دي او د افغانستان د سولې د روان بهیر په اړه یې ورسره بحث کړی دی ، المان د افغان سولې په اړه هر ډول همکاریو ته چمتوالی ښودلی دی . په دې لیدنه کې د جرمني هېواد ځانګړي استازي ژمنه کړې چې له طالبانو سره به خپلو لیدنو ته دوام ورکوي .