fbpx

په کندهار او هلمند کې ۵۳ روغتیايي مرکزونه جوړیږي

خبریال وېب پاڼه – کابل ۲۱مۍ ۲۰۱۹ / په کندهار او هلمند ولایتونو کې د دوو خیریه بنسټونو بېل او ملېنډا ګېټس له لوري ۵۳ روغتیايي مرکزونه جوړیږي .

د عامې روغتیا وزارت وايي چې ۳۰ روغتیايي مرکزونه په کندهار او هلمند ولایتونو کې د بېل او ملنډا ګېټس د بنسټونو له لوري جوړیږي او د ۲۳ نور روغتیايي مرکزونه د جوېدو ژمنه د  «سي ډي سي» خیریه بنسټ له لوري شوې ده .

د افغان دعامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار رسنیو سره په خبرو کې وویل چې یاده هوکړه  تېرورځ د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیرزو د نوموړو خیریه بنسټونو له مشرانو سره ناسته کې کړې ده ، نوموړي زیاته کړه چې د دغه روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې به په راتلونکې جون میاشت کې پیل شي .

مایار همدارنګه وویل چې د افغانستان د روغتیايي ستونزو په اړه به د روغتیا د نړیوال سازمان یا WHO په غونډه کې چې د ۱۹۴ غړو هېوادونو د شاو خوا ۴ زره استازو په ګډون پرون په ژینوا کې پیل شوې ده هم بحث وشي ، د مایار په خبره په دې غونډه کې افغانستان ته ځکه ارزښت ورکول کیږی چې افغانستان په جنګي حالاتو کې د روغتیايي خدماتو په رسولو کې ښه تجربه لري .

د روغتیا نړیوال سازمان ۷۲ مه غونډه تېره ورځ په ژینو کې پیل شوې او یوه  اووه ورځې به دوام وکړي .

Loading...