fbpx

چین : افغانان تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوي دي

خبریال وېب پاڼه – نړیواله څانګه ۲۱ مۍ ۲۰۱۹ / د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ يي» تاجکستان ته د سفر پر مهال  د غه هېواد له ولسمشر سره کتلي او تر کتنې وروسته یې رسنیو سره په خبرو کې ویلي ، چې چین او تاجکستان د افغان سولې په برخه کې هرډول همکارۍ ته چمتو دي .

دنوموړي په خبره سره دې چې په افغانستان کې د سولې لپاره تر بل وخت هڅې ګړندۍ شوې دي اوافغانان هم سولې ته نږدې شوي دي .

وانګ يي زیاته کړې ده چې چین په افغانستان کې د هغو سولې ملاتړ کوي چې د افغانانو پر مشرۍ ترسره کیږی او په دې برخه کې به خپلو ټولو همکاریو ته دوام ورکوي ،همدارنګه چین د خپل رول د ټینګار سره سره ویلي چې په افغانستان کې د دایمي سولې پلوی دی .

د چین د بهرنیو چارو وزیر هیله مندي ښودلې چې به قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې هڅې بریالی شي او د سیمې هېوادنو څخه یې غوښتي دي ، چې په افغان سولې په اړه په پوره یووالي خپلو همکاریو ته دوام وکړي .

د دنوموړي په خبره چین هیله مند دی چې په افغانستان کې له اوږدې جګړې وروسته په دغه هېواد کې یوه تل پاته سوله راشي .

دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې د هند لپاره د چین ځانګړی استازی هند ته تللی وو او د هندي چارواکو سره یې پر افغان سولې خبرې کړې دي .

په دې لیدنه کې  دواړو لوریو په افغانستان کې په روان وضعیت او د سولې په روان بهیر بحث کړی دی ، دواړو هېوادونو د افغان سولې لپاره ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به ګډ کار کوي ، څو افغانان یوې با ثباته سولې ته ورسیږي .

په دې ناسته کې چینايي ډپلوماټ د هند د بهرنیو چارو وزرات له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي او په دې سره سلا شوي دي ، چې د افغان سولې لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي .