fbpx

پوهنې وزارت: دېرش زره کارکوونکي بایومټریک شوي

خبریال وېب پاڼه – کابل ۲۱ مۍ ۲۰۱۹ / د پوهنې وزارت وايي په تېرو دریو میاشتو کې یې دېرش زره مامورین بایومټریک کړي دي او د روان ۱۳۹۸ لمریز کال تر پایه به خپل ټول شاوخوا ۲۶۰ زره کاروکوونکي د بایومټریک له لارې ثتب کړي .

د پوهنې وزارت ویانده مېرمن نوریه نزهت کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې هره ورځ د دغه وزارت تر ۴۰۰ پورې کارکوونکي د بشري سرچینو سره د بایو مټریک سیستم له لارې ثبتیږی .

د پوهنې وزارت په وینا د دغه بهیر د عملي کېدو موخه یې د معاشونو په ورکولو کې شفافیت، همدارنګه په یو شمېر سیمو کې د خیالي ښوونکو مخه نیول او د خپلو مامورینو په اړه دقیق معلومات ترلاسه کول دي .

د نزهت په خبره ممکن د بایومټریک له لارې د پوهنې وزارت د کارکوونکو د ثبت لړۍ په نږدې څو ورځو کې پای ته ورسیږي او له هغې وروسته به دغه لړي د کابل ولسوالیو او کنړ، لغمان ، ننګرهار او نورستان ولایتونو ته و غځوي .

د کابل ولایت یو تن ښوونکي معلم احمد جان خبریال سره په خبرو کې وویل چې د دې سیستم په پلې کېدو سره به په دغه وزرات او اړوندو ریاستونو کې د پراخ فساد مخه ونیول شي او له بل پلو به د هغو خیالي ښوونکو مخه هم ونیول شي چې معاشونه یې پردیو جیبونو ته ځي .

په دې خبري ناسته کې مېرمن نزهت دا هم وویل چې د پوهنې وزارت ژمن دی چې د بایومټریک له لارې د ثبتولو لړۍ به د روان ۱۳۹۸ لمریز کال تر پايه په ۳۴ ولایتونو کې بشپړه او عملي شي .

د پوهنې وزارت شاوخوا ۲۶۰ زره او ۴۰۰ مامورین لري چې له دې ډلې څخه یې ۲۲۹ زره یې ښوونکي چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې زده کوونکو ته تدریس کوي .

دغه سیستم د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د کمیسیون له لور پر مخ وړل کیږي .

تر دې وړاندې له دغه سیستم څخه په ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې پلي شوی دی ، چې د پراخ فساد او د خیالي سرتېرو مخه یې نیولې ده .