fbpx

ذمپا: زه او ناتن لئن په نړیوال جام کې مهم رول لوبولی شو

خبریال ویب پاڼه لندن – ۲۱ مۍ ۲۰۱۹: د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې لیګ سپنر ورو توپ اچوونکی اډم ذمپا وايي، چې په راتلوونکي نړیوال جام کې د انګلیستان په شان په کوچنیو میدانونو، د ده او د هغه د ټیم بل ملګري ناتن لئن توپ اچونه د لوبډلې لپاره ګټوره ثابتیدلی شي.

ذمپا چې پدې وروستیو کې یې په یو ورځنیو لوبو کې خپل کیریئر بیا را ژوندی کړئ، تیر کال په هندوستان او اماراتو کې د اسټرالیا لوبډلې سیریز کې اقتصادي توپ اچوونکی ثابت شو. نوموړی د ناتن لئن ترڅنګ د اسټرالیا په ملي لوبډله کې یو مهم لوبغاړي په توګه شتون لري.

انګلیستان ویشتنځایونه چې اکثریت د چټکو توپ اچوونکو سره مرسته کوي، د سپنرانو لپاره د زیاتو منډو ورکولو څخه خالي نه وي، خو ذمپا بیا پدې باور دی، چې دوی کولی شي چې وخت نا وخت د چټکو توپ اچوونکو سره د توپ اچونژ برخه کې مرسته وکړي.

هغه وویل” ددغه شیانو په اړه له ارون پينچ سره خبرې شوي دي، هڅه دا ده چې ویکټې واخیستل شي، که چیرې تاسو په منځنۍ او وروستی برخه کې توپ اچونه وکړئ، وروستي لس اورونه د چټکو توپ اچوونکو لپاره اسانیږي. مثلاً که چیرې تاسو پدې ځای کې د ویراټ کوهلي او جوس باټلر په څیر بیټسمینانو ته توپ اچوونه وکړئ، د هغوی لپاره منډې جوړول به ستونزمن وي.له همدې کبله په یو ورځني کریکټ کې په منځنی اورونو کې ویکټې ډیرې مهمې دي.

اډم ذمپا په هند کې د هندوستان خلاف په یو ورځنیو لوبو سیریز کې یوولس ویکټې او د پاکستان خلاف په اماراتو لوبو کې یې اوه ویکټې اخیستې وې.

نوموړی باور ښيي، که چیرې د ناتن لئن سره په ګډه دواړه د انکلیستان په وچو ویشتنځایونو ولوبول شي، مخالفو ټیمونو ته ستونزې جوړولی شي.

“مونږ دواړه دوه مختلف رول ادأ کوو، ناتن لئن یو ښکلی اف سپنر، او د فیلډینګ مطابق قوي توپ اچونه کوي، له بلې اړخه، زه بیا اټیک یا بریدکوونکي توپ اچونه کوم.

” مونږ دواړه یو له بل سره ښه مفاهمه لرو، زیاتره وخت د تمرین پر مهال د سپین بالینګ په اړه خبرې کوو، څو میاشتې وړاندې مونږ د نړیوال جام په اړه سره خبرې وکړې، چې څنګه دواړه په ګډه د لوبډلې لپاره د سپین بالینګ په برخه کې مهم رول ادأ کولی شو.

اسټرالیا به د نړیوال جام وړاندې د انګلیستان او سریلانکا سره تمریني لوبې ترسره کړي او له هغې وروسته به د جون په لومړی نيټه په بریسټول ښار کې د افغانستان خلاف، چیرته چې راشدخان د دوی لپاره تهدیدونکی دی، لوبه ترسره کړي.

ذمپا د راشدخان په اړه وویل” هغه په کامله توګه د نورو توپ اچوونکو سره فرق لري، علت یې دا دی چې هغه ډیره چټکه منډه وهي، او په اخر کې په پخپلو ګوتو کې په ښي اړخ توپ نیسي. مثلاً زه په لومړیو کې پخپل ورغوي کې توپ نیسم، خو هغه یې وروسته په ورغوي کې نیسي.

” کریډيټ هغه ته ورکوم چې ما سره یې ۴۵ دقیقې وخت تیر کړ. زما پدې ډیر خوښ شوم چې هغه سره مو وخت تیر کړ، او پدې پوه شوم چې زه د راشدخان په شان توپ اچونه نشم ترسره کولی. خو د هغه څخه د معلوماتو ترلاسه کول پدې معنا چې هغه زه د خپلو بیټسمینانو سره شریک کولی شم. راشدخان په لایف ټایم توپ اچوونکو کې یوازینی توپ اچوونکی دی.

عزیزي

Loading...