fbpx

د ډالرو مقابل کې پاکستانۍ کلدارو زبردسته تاوان کړی

خبریال ویب پاڼه پاکستان – ۲۱ مۍ ۲۰۱۹: د امریکایې ډالرو پر وړاندې پاکستانۍ کلدارو زبردست تاوان کړی نن پر پاکستان کې یو ځل بیا یو ډالر په( ۱۵۲) پاکستانۍ کالدارو پلورل کېږي.

ویل کېږي کله چې پاکستان له نړیوال بانک څخه پور واخیست له هغې ورځې وروسته پاکستانۍ کلدارو ښه ورځ نه ده لیدلي ورځ په ورځ یې ارزښت مخ په ښکته روان دی پر پاکستاني بانکونو او صرافیو کې نن یوځل بیا یو امریکایې ډالر د ( ۱۵۲ ) کلدارو په مقابل کې اخیستل کېږي.

دا لومړی ځل دی چې پر پاکستان کې امریکایې ډالرو نرخ
دومره لوړ شوی دی له دې وړاندې تېره ورځ بیا پر (۱۵۰) پاکستانۍ کلدارو یوه امریکایې ډالر پلورل کېده پاکستان
کې چارواکي هم وایې چې د کالدارو ارزښت له منځه تللی دی خو لا تر اوسه لاس په کار شوي هم نه دي.

په پاکستان کې تجاران او صرافان بیا وایې په تېره اونۍ کې تر دې دمه ډالر د کلدارو په مقابل کې نهه روپۍ لوړ شوی دی دغه تجاران په دې ویره کې دي چې د کالدارو ارزښت نور هم کم نشي چې له سختې زربې سره به مخ شي.

پاکستاني څېړونکو بیا ویلي ډیری پاکستانیانو په دې ورځو کې په زرګونه ډالر تاوان وکړ او لاهم دا تاوان لوړېدلی شي .

څو ورځې وړاندې عمران خان ویلي و پاکستان اوس مهال ۱۳ سوه میلیارده له نړیوالو قرضداره دی. د دې کنټرول همدا لار لري چې قیمتي رامنځته شي که چېرته قیمتي ونه زغمۍ نو دا ۱۳ سوه میلیارده قرض به نور هم لوړ شي.

بلخول څو ورځې وړاندې د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو ویلي پاکستان له یو سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او عمران خان ددې وړتیا نه لري چې پاکستان له دې عذابه خلاص کړي.

Loading...