fbpx

عبدالله: مخابراتي شبکې دې د خلکو اندېښنو ته پاملرنه وکړي

خبریال ویب پاڼه کابل – ۲۱ مۍ ۲۰۱۹: نن د افغانستان اجرایه رئیس عبد الله عبدالله په کابل کې د شمالي افریقا او منځني ختیځ لپاره د (MTN) مخابراتي شرکت له مرستیال له اسماعیل جاوردي سره ولیدل.

له اجرایه ریاست څخه په وروستۍ خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې (ایم ټي این) به له دې وروسته په افعانستان کې پانګونئ ته نور هم زور ورکړي په ځانګړي ډول د نوري فایبر او د موبایل له لارې د پيسو د لېږد په برخه کې پانګونې ته لېواله دی.

نوموړي وویل هڅه کوي چې په افغانستان کې معیاري مخابراتي خدمونه وړاندې کړي، قیمتونه راښکته او د پوښښ ساحه پراخه کړي، څو په لرو پرتو سیمو کې اوسېدونکي هم له مخابراتي خدماتو برخمن شي.

اجرایيه ریيس غوښتنه کړې، چې ام ټي ان مخابراتي شرکت دې په افغانستان کې د انټرنیټ او مکالمو کیفیت، د قیمتونو را ښکته کولو او د کریډټو د ورکېدو په برخه کې د کاروونکیو اندېښنو ته جدي پاملرنه وکړي.

له ډېرې مودې راهیسې په افغانستان کې له مخابراتي شبکو څخه کاروونکي سرټکوي دوی وایې چې په لېرو پرتو سیمو کې ځیني شبکې هیڅ کار نه کوی چې له سختو مشکلاتو سره یې مخ کړي دي.