fbpx

ننګرهار کې به سږ کال ۴ سوه ټنه شات تولید شي

خبریال ویب پاڼه ننګرهار- ۲۱ مۍ ۲۰۱۹: په ننګرهار ولایت کې تازه د شاتو مچیو د روزنې د اتحادیې مسوولینو خبر ورکړی دی چې سږ کال به په دې ولایت کې په پراخه کچه ۴ سوه ټنه شات تولید شي.

د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلی چې تېر کال په دې ولایت کې د نږدې نوي میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۵۰ فارمونو څخه درې نیم سوه ټنه شات تولید او بازار ته وړاندې شوي و.چې سږ کال به یې به د تولید کچه ۴ سوه ټنو ته لوړه شي،چې ترې به شاوخوا سل میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه کړي.

خبر پاڼه زیاتوي په دې ولایت کې اوس مهال ۳۵۰ د شاتو مچیو فارمونه دي،چې په دې کې ۱۴ سوه تنه په مستقیم او ۱۴ زره تنو ته په غیري مستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شوي دي .

د معلوماتو له مخې یو ټن شات په بازار کې په شاوخوا ۲۵۰ زره افغانیو پلورل کیږي،چې د اټکل له مخې به سږ کال د سل میلیونه افغانیو په ارزښت ۴ سوه ټنه شات تولید کړي،چې د هېواد بېلابېلو سیمو ته به یې صادر کړي .

د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست مسوولینو هم ژمنه وکړه چې په راتلونکې به د شاتو تولید ته په سمه توګه پام وکړي.

Loading...