fbpx

سمنګان کې پر یوې قابلې ۸ تنو ډله ییز جنسي تېری کړی

خبریال ویب پاڼه سمنګان – ۲۱ مۍ ۲۰۱۹: د معلوماتو له مخې تېره پنج شنبه په سمنګان ولایت کې اته نا پېژنده کسانو په یو روغتیایې مرکز کې پر یوې قابلې د پلار، ورېندار او د ماشومانو پر مخ کې ډلییز جنسي تېری کړی.

دغه قضیه که څه هم په پیل کې پټه وه خو د سمنګان د ښځو چارو رییسې ګلالۍ نور ساپی هم دا قضیه رسنیو ته تایید کړ او ویلي دي چې ټول تورن کسان له وسلو سره وو او پېښه د دې ولایت د روی‌دواب ولسوالي په ابخورک سیمه کې رامنځ‌ته شوې‌ده.

د سمنګان روغتیایې ریاست هم دا پېښه تایید کړې او ویلي دي چې د دې قضیې د څېړلو لپاره یې یو غړی پلاوی ټاکلی تر څو موضوع لا روښانه کړي د دوی پر وینا دغه موضوع یې له امنیتي بنسټونو سره شریکه کړې ده.

د سمنګان امنیې قومانداني ویاند محمدهاشم بیان په یو غږیز کلېپ کې وویل چې په‌دې تور یې ۹ تنه نیولي او د پوښتنو ګروېږنو ته یې له‌پاره څارنوالي ته لېږل شوي دي.

د سمنګان د استيناف محکمې رییس نیازمحمد راسخ هم دغه پېښه تایید کړې او وايي چې د ‌دې نهو تنو له جملې یې ۴ تنه داسې دي چې عمرونه یې له ۱۸ کالو کم دي.

د قربانې شوې انجلۍ کورنۍ بیا وایې عاملینو ته دې حکومت سخته سزا ورکړی که چېرې سزا نه ورکوي مونږ به ورسره په خپله تاوتریخوالي اخته شو.

د غه انجلۍ د جنسي تېري وروسته اوس مهال په خپل کور کې ده او د حکومت فیصلې ته په تمه ده د دې پر وینا عاملین دې سزا وویني.

Loading...