fbpx

افغانستان د ایرلېنډ سره د یو ورځنیو لوبو سیریز مساوي کړ

 

خبریال وېب پانه – کابل ۲۱مۍ ۲۰۱۹ / د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه چې د ایرلینډ په بیلفیسټ ښار کې ترسره شوه.

ایرلینډ د پچې په ګټلو لومړی افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

افغانستان په ټاکلو پنځوس اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځیدو ۳۰۵ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته یې د ۳۰۶ منډو هدف کیښود.

افغانستان که څه هم په لومړیو کې د نورعلي ځدراڼ ویکټ ژر له لاسه ورکړه، خو د محمد شهزاد او دیوالي بیټسمین رحمت شاه ترمنځ په دوهمه ویکټ ستره ملګرتیا ترسره شوه.

شهزاد په ۸۸ توپونو د ۱۶ څلوریزو په مټ ۱۰۱ منډه جوړه کړه.

نوموړي پدې لوبه کې خپله شپږمه سلیزه او همداشان ۳۰۰۰ منډې هم بشپړې کړې.

رحمت شاه بیا په ۹۰ توپونو د ۷ څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ ۶۲ منډې جوړې کړې. نوموړي پدې لوبه کې خپله څوارلسمه نیمه سلیزه هم بشپړه کړه.

همداشان حشمت الله شاهدي ۴۷ او نجیب ځدراڼ بیا په وروستیو کې په ۳۳ توپونو د ۷ څلوریزو او ۳ شپږیزو په مټ ۶۰ ناسوځیدلې منډې وکړې او د افغانستان هدف یې له درې سوو پورته کړ.

د یاد هدف په مقابل کې ایرلینډي اوپنرانو هم ښه پیل نه درلود چې د سر بیټسمین جمیز مکالم یې په درې منډو د دولت ځدراڼ د بالینګ ښکار شو.

خو وروسته ایرلینډ بیټسمینانو ښه ملګرتیا روانه کړې وه، د لوبډلې مشر ګلبدین نایب دغه ملګرتیا ماته کړه، بلبراینی په ۲۰ او د ایرلینډ لوبډلې تجربه کاره بیټسمین یې پال سټرلینګ په پنځوس منډو وسوځوه.

د سټرلینګ د سوځیدو وروسته ایرلینډي بیټسمینان په کریس پاتې نشول، او په وار وار یې ویکټې له لاسه ورکړې.

بالاخره ټوله لوبډله یې په ۴۱،۲ اورونو کې په ۱۷۹ منډو وسوځیده او سیالي یې د ۱۲۶ منډو په توپیر افغان لوبډلې ته بایلوده.

د یادولو وړ ده چې پدې سیالۍ کې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې مشر ګلبدین نایب د خپل کریکټ په تاریخ کې ښکلي توپ اچونه ترسره کړه او په ۹،۲ اورونو کې یې ۴۳ منډې ورکړې او شپږ لوبغاړي یې وسوځول.

د بالینګ په برخه کې د ګلبدین تر څنګ دولت ځدراڼ، افتاب عالم او رحمت شاه یو یو لوبغاړی وسوځوه.

د دوو یو ورځنیو لوبو سیریز غوره لوبغاړی پال سټرلینګ ونومول شو.

هغه وویل” مونږ باید دغه سیریز ګټلی وی، مونږ ونشول کولی چې وړاندې ویکټې واخلو، تر څو دوی د فریشر سره مخ کړو، زه مطمئن نه یم خو بیا هم لدې خوښ یم.

د یادولو وړ ده چې افغان کریکټ ملي لوبډله به لدې وروسته انګلیستان ته روانه شي او هلته به له پاکستان او انګلیستان سره تمریني لوبه ترسره کړي.

لومړی تمریني لوبه به د مۍ په ۲۴ نیټه د سیال هیواد پاکستان خلاف ترسره کړي. او دوهمه سیالي به د مۍ په ۲۶مه نیټه د انګلیستان خلاف ترسره کړي.

عزیزي

Your SEO optimized title page contents