دولت ځدراڼ: ما څه ګناه کړې، سپیناوی راکړئ؟

خبریال ډاټ کام: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي دولت ځدران له ځنډ وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ له مسوولینو سپیناوی غوښتی دی چې ولې او په کوم اساس یې هغه د ملي لوبډلې کېنولی دی؟

د ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي دولت ځدراڼ نن پر خپله فسبوک پاڼه باندې د افغانستان د کرکټ بورډ پر مسوولینو نیوکي کړي دې چې ګواکې هغه سره د مور او میرې چلند کوي او د یوې کړۍ پر خوښه یې نه پریږدي چې د ملي لوبډلې په ترکیب کې پاتې شي.

دولت ځدران وایي، چې له نړیوال جام راپه دې خوا د سلېکشن کمېټې له لوري په مکمل سیالیو کې برخه نه ده ورکړل شوې د هغه پر وینا نوموړی سیالیو ته ښه برابر دی خو د کرکټ بورډ چیرمین او اجرائیه رئس په خوښه هغه ملي لوبډلې ته نه شي راتللی.

دولت ځدراڼ وایي، چې، مسوولین ورسره زیاتی کوي، چې ښه مثال یې د زمبابوې، بنګله دېش او ویسټ انډیز خلاف سیالۍ دي چې په یوې سیالۍ کې هم چانس نه دی ورکړی خو لایې هم غږ نه دی پورته کړی.

دولت ځدراڼ زیاتوي، چې د سلېکشن کمېټې ورسره د نورو لوبغاړو په پرتله زیاتی پیل کړی دی، چې دی هم د یو شمېر کړیو او مافیا ډلې په خوښه په ټیم کې نه لوبېږي او نور نه غواړي چې د مافیا ډلې ښکار شي.

د هېواد دغه نومیالی پیاوړی توپ اچونکی وایي، چې د افغان لوبډلې د اوسنیو او پخوانیو چټکو توپ اچوونکو په لړکې لومړنی افغان بالر دی چې تر ټولو ژر یې د خپل کیریر سل ویکټې پوره کړی دي، خو لاهم په دا ډول مثبت کیریر سره په کور ناست دی.

هغه وایي، “”نور مجبور یم، زړه مې درد کوي، کریکټ مو ورځ تر بلې خرابیږي،مشران مو په کریکټ نه پوهیږي، هغه څه کوي چې بل لور نه ورته ویل کېږي زه نن د خپل ځان او ځوانانو حق غواړم.””

نوموړی ادعا کوي چې د کرکټ بورډ د سلېکشن کمېټې له لوري دا او نور لوبغاړي ورځ تر بلې په تمه کېږي، خو لاهم مثبته نتیجه نشته او نور نه غواړي چې له دا ډول سخت حالت سره مخ کړی شي.

دولت ځدراڼ ادعا کوي چې زمونږ د سلېکشن کمېټې مشر د بل هېواد دی او هغه کرکټ بورډ ته ته په زاریو راځي، نو څنګه به ښه انتخاب وکړي؟

نوموړی داسې ښکاریږي چې د کرکټ په کیریر کې له یو سخت حالت سره مخ شوی دی او ګیله کوي چې تر اوسه یې هیچا پوښتنه نه ده کړې.

نوموړی وایي، زه، مجبوره یم، پخوا لکه ورونه ټول لوبغاړي و، خو نن حالت بل ډول دي، زما مجبوریت درک کړئ، بس دی نور د کرکټ بورډ مشرانو ظلم نور د رغملو وړ نه دی.””

دولت ځدراڼ پر خپل پوسټ کې زیاتوي چې له نن څو ورځې وروسته به په دې مسعله باندې له رسنیو سره په کابل کې خبرې کوي او هم مهاله به پر خپله رسمي پاڼه هم لایف راځي څو له هغه سره روان زیاتی رسوا کړي.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

Privacy & Cookies Policy