fbpx

طالبانو کندهار ته ایراني خطر ناک توغندي ‌راوړي

خبریال ویب پاڼه کندهار ۲۲ مۍ ۲۰۱۹ –  کندهار امنیتي چارواکي وايي چې د ښار په  لوېدیځ کې د اومې امنیتي حوزې پوليسو ایراني ساخت داسي توغندينیولي چې تر دې وړاندي نه وو لیدل شوي .

دا توغندي تر توغولو وړانديپولیسو نیوليدي ، خو په تور او تړاو یې څوک نه دی نیول شوی .‌

د کندهار امنیه قوماندانيوايي چې نیول شوي توغندي د ایران ساخت دي او وسله والو طالبانو ته د لوی تخریب په موخه ورکړل شوي دي .

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان وايي چې د ښار امنیت ګډوډونکو ته په هیڅ صورت کې اجازت نه ورکوي .

نوموړی واييچې هیڅیو هغه کس به نه وبخښياو نه به هم زړ سوی پر وکړي چې د کندهار د امنیت خرابولو هڅه وکړي .

په کندهار کې د خبریال ډاټ کام همکار ته د مليامنیت یوه لوړ رتبه چارواکي ویلي چې د توغندیو له موندلو سره سم یې مرکزي حکومت خبر کړی او په دې تړاو سختي پلټنې پیل شوې دي .‌

که څه هم تر دا مهاله وسله والو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي ، خو تر دې وړانديپه فراه ، هلمند او نیمروز ولایتونو کې هم ایراني وسلې له وسله والو طالبانو نیول شوې دي .‌

دا وروستي راکټونه چې د چارواکو په وینا د لوی تخریب توان لري په داسيحال کې نیول شوي چې د ایران او امریکا اړیکيسخت زیانمن شوي دي .

څارونکي وايي چې ایران هڅه کويچې په عراق منځني ختیځ او افغانستان کې پر امریکا او د هغوی پر متحدینو فشار راوړي څو د امریکا له احتماليبریده ځان بچ کړي‌.‌    

Your SEO optimized title page contents