fbpx

ولسمشر سیالان: اشرف غني باید د واک له ګډۍ لرې شي

خبریال وېب پاڼه – کابل – ۲۲ مۍ ۲۰۱۹ / د ولسمشر د سیاسي مخالفینو او ولسمشریزو ټاکنو ته د غني سیالانو د خبرداري وروسته نن په کابل کې امنیتي تدابیر زیات شوي دي .

امنیتي ځواکونو مرکزي سیمو ته غځېدلې لارې په لویو موټرو او همدارنګه په کانټینرو بندې کړې دي .

دا ګام داسې مهال اخیستل شوی چې د ولسمشرټاکنیزو سیالانود دوشنبه په  ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د ولسمشر کاري دوره د جوزا میاشتې په لومړۍ ڼېټه پای ته رسیږي او نوموړي باید واک یوه مؤقت حکومت ته وسپاري ، دوی وايي چې که ولسمشر واک پرې نږدي نو د راتلونکې پنجشنبه په ورځ به په کابل کې لاریون وکړي ، خو ارګ بیا وايي چې دحکومت د سیاسي مخالفینو دغه  دول څرګندونې د اساسي قانون سره په ټکر کې دي ، د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند عارف صمیم رسنیو ته ویلي دي چې په دې اړه د اساسۍ قانون ۶۱ ماده روښانه ده او لا وضاحت لپاره د سترې محکمې نظر هم پرې اخیستل شوی دی چې د اساسي قاونو د تفسیر مهمه مرجع ده ، د نوموړي په خبره سترې محکمې هم د ولسمشر د کار دوام تائید کړی دی .

خو یو شمېر قانوپوهان بیا وايي ، چې د اساسي قانون ۶۱ ماده د ارګ او سیاسي مخالیفینو ترمنځ د کړکېچ لامل شوی دی ، ځکه د دوی په خبره دغه ماده واضح شوې نه  ده او نه دي ویل شوي که ټاکنې پر خپل وخت ترسره نشي باید څه وشي . کارپوهان د اساسي قاون ۶۱ ماده نیمګړې بولي او زیاتوي چې دغه ماده کې وضاحت نه دی ورکړل شوي چې که حکومت له داسې حالاتو سره مخ شي کوم اقدام وشي .

تر دې مخه هم د پخواني ولسمشر په وخت کې هم د ټاکنې تر خپل وخت په ځنډ ترسره شوې او نوموړي تر ټاکلی وخت زیات په واک کې پاته شو. خو په هغه وخت کې اشرف غني بیا پر ولسمشر نیوکې کړې وې خو له نوموړي څخه یې غوښتي و، چې باید واک پرېږدي ، خو ارګ ددغه پوښتنې به ځواب کې وايي ، چې په هغه وخت ولسمشر غني د سترې محکمې له حکم مخکې دا خبرې کړې وې.