fbpx

زلمی خلیلزاد نن د افغان سولې په اړه د امریکا سنا جرګې ته معلومات ورکوي

خبریال وېب پاڼه – کابل ۲۲ مۍ ۲۰۱۹ / د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن د امریکا سنا مجلس ته وربلل شوی ، څو د افغان سولې او په قطر کې د طالبانو سره د ملاقاتونو او همدارنګه په دوحه کې د طالبانو د دفتر له سیاسي مشر سره د لیدنې په اړه معلومات ورکړي .

زلمی خلیلزاد د اوو میاشتو راهیسې په قطر کې د طالبانو سره خپلو لیدنې ته دوام وکړی او شپږ ځله یې د دې ډلې د مرکچي پلاوي سره لیدلي دي . د دې لیدنو په اړه لا تر اوسه هم له رسنیو سره دقیق جزیات نه دي شریک شوي ، خو ویل کیږي ، چې دواړه لوري په یوشمېر مسایلو سره هوکړې ته رسېدلي دي .

زلمي خلیلزاد د روژوې میاشتې له پیل سره په قطر کې د طالبانو له مرکچي پلاوي سره خپله شپږم پړاو ناسته ترسره کړه ، چې دواړه لوریو د دې ناستې څخه راضي ښکاره کېدل.

لا تر اوسه هم د سولې روانو خبرو په افغانستان کې پر جنګي حالت اغېزنه دی کړی او د پسرلي د رارسېدو سره سم وسله والو طالبانو د الفتح په نوم عملیاتو اعلان وکړ ، چې له کبله یې د هېواد په زیات شمېر سمیو کې جګړې زور واخیست .

په دې وروستیو کې د افغان سولې لپاره د سیمې په کچه د اجماع د رامنځته کېدو هڅې روانې دي . چین ، هند ، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو د افغانانو تر مشرۍ لاندې د سولې د مذاکراتو ملاتړ کړ او په دې برخه کې یې د هر ډول مرستې ژمنه هم کړې ده .

دا په داسې حال کې ده چې نن چهارشنبه په افغانستان کې د سولې په اړه د بلجیم پلارمېنې بروکسل کې کنفرانس جوړ شوی او دې کنفرانس ته دافغانستان د سولې عالي شورا رئیس خلیلي هم ورغلی او د راپورونو له مخې نن به دغه کنفرانس ته وینا وکړي .