fbpx

پمپیو: ډېر ژر به د ایران د ناوړه کړنو مخه ونیسو

خبریال وېپ پاڼه – کابل ۲۲مۍ ۲۰۱۹ / د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمیو ویلي ، داسې اقدامات په پام کې دي چې ډېر ژر به د ایران د ناوړه اعمالو د چلند مخه راوګرځوي .

پمپیو د یوې راډیو سره په مرکه کې ویلي ، په متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان کې د وروستیو بریدونو تر شاه شاید د ایران لاس وي ، خو د دنوموړي په خبره امریکا لاهم په دې اړه غوڅه پایله نه ده ترلاسه کړې ، پمپیو زیاته کړې ده ، چې امریکا داسې لارو چارو باندې کار کوي چې ډېر ژر به د امریکا ګټې خوندي شي او د ایران ناوړه چلند مخه به ونیسي .

په ورته وخت کې د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاټریک شاناهان د ایران په اړه خپلو څرګندونو کې ویلي ، چې د ایران په وړاندې د امریکا غبرګونونو مخکې له مخکې اغېز کړی دی ، د نوموړي په خبره د ایران په وړاندې د امریکا غبرګون د ایران احتمالي بریدونه ځنډولي دي .

نوموړي خبرداری ورکړی چې لا هم په لوړه کچه ګواښونه موجود دي او د دوی دنده ده چې ډاډمن شي چې ایرانیان نا سمه محاسبه ونه کړي .

د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو  سره امریکا په سیمه کې خپل نظامي حضور زیات کړی دی ، چې د ایران سخته اندېښنه یې راپارولې ده .د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي په فارس خلیج کې د پوځي حضور ډېرېدل د یوې پېښې د راپورته کېدو په معنی ده ، په تېرا بیا داسې کسان هم وي چې پېښې ته لېوالتیا لري د ظریف په خبره امریکا یوه ډېره خطرناکه لوبه روانه کړې ده نو په دې اړه ډېر احتیاط په کار دی .

د ایران او امریکا ترمنځ داسې مهال کړکېچ زیاتیږي چې امریکا ادعا کوي چې ګټې یې د ایران له ګواښ سره مخ دي نو ځکه یې پوځي اقدام کړی دی ، که څه هم د دواړو هېوادونو مشرانو په خپلو خبرو کې ویلي و چې جګړه نه غواړي .

امریکا ایران د خبرو بلنه ورکړې ده ، خو ایران په دې اړه د امریکا دغه غوښتنه رده کړې ده ، او وایي چې تر هغه به امریکا سره خبرو ته حاضر نه شي څو امریکا د او متحدان یې د ایران سره په شوې اټومۍ هوکړې عمل نه وي کړی .