fbpx

پاکستاني ریاست ژمنه کړې چې د فریشتې قاتلین به ژر ونیول شي

خبریال ویب پاڼه اسلام اباد – ۲۲ مۍ ۲۰۱۹: د مۍ پر ۱۵
مه نېټه په اسلام اباد کې د مومند د لس کلنې فریشتې د شهادت وروسته په یاد هېواد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پراخ احتجاجونه ترسره شو د دې لار یونونو په نتیجه کې حکومت ومنله چې د پېښې پلټنه به کوي.

تېره شپه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو په اسلام اباد کې د پولیسو له انتظامېې او د نورو چارواکو سره په همدغې قضې مذاکرات ترسره کړل د (پي ټي ایم) غړي وایې دغه ناسته بریالۍ ترسره شوې ده دوی د باور ترلاسه کولو وروسته پرېکړه کړې چې راټول شوی پرلت به نور له منځه وړي د غورځنګ پر وینا ریاست پوره ډاډ ورکړی چې د پېښې به په سمه توګه پلټنه کوي او بشپړ راپور به وړاندې کړي.

د یادې کوچنۍ پښتنې فرشتې جنازه د سې شنبې په شپه پر اسلام اباد کې شوې چې په دې جنازه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو منظور پښتین، محسن داوړ، علي وزیر او په سلګونو نورو پښتنو ګډون کړی وو چې د مومندو فرشته یې خاورو ته وسپارله.

د معلوماتو له مخې په لس کلنې فریشتې لومړی جنسي تېری شوی و بیا وهل شوې او وروسته په یو ځنګل کې غورځول شوې وه. د د دې انجلۍ پلار ادعا کړې چې د پنجابي ریاست په مرسته یاده ماشومه وژل شوې ده.

د فریشتې د شهادت وروسته په پاکستان کې پراخ احتجاجونه ترسره شول د لاریونونو وروسته د پي ټي ایم غړو او سیمه ییز چارواکو ترمنځ ناستې دوه ساعتونه دوام وکړ چې په پایله کې چارواکو ژمنه وکړه چې ژر به ستاسې غوښتنې ومنل شي.

د ریاستي چارواکو سره د احتجاج کوونکو له ډلې اته مخکښو غړو ناسته درلوده په دغې ناسته کې د پي ټي ایم غړي علي وزیر، محسن داوړ او شاه جهان هم شامل و د پولیسو چارواکو له لورې بیا کمشنر حمزه شفقات د ده مرستیال وسیم خان او د پولیسو یو بل مشر هم ګډون درلود.

په مذاکراتو کې پرېکړه شوې ده چې د ماشومې فریشتې د بې درکه کېدلو وروسته د سیمه ییزې پوستې د پولیسو د غفلت او ناخبرۍ پر ضد به په محکمه کې راپور ثبت شي ترڅو له یادو مسوولینو سره حساب وشي.

پولیسو هم د یو تن نیولو دعوه کړې د دوی پر وینا یاد کس د دې انجلۍ خپلوان دی خو معلومه نه ده چې څوک یې نیولی دی خو د ماشومې پلار وایې د ریاستې ادارې په مرسته شهیده شوې ده.