fbpx

امریکا: په منځني ختیځ کې زمونږ شتون د جګړې په معنا نه دی

خبریال ویب پاڼه واشنګتن – ۲۲ مۍ ۲۰۱۹: د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاټریک شاناهان وایي، په منځني ختیځ کې د امریکا نظامي حضور له ایران سره د جګړې په مانا نه دی خو که چېرته یې اړتیا شوه بیا به د خپل پلان له مخې جګړه کوي.

د ایران او امریکا ترمنځ د وروستني کړکیچ پر دوام عراق لومړی وزیر عبدالمهدي هم خبر ورکړی دی چې هېواد یې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره یو پلاوی استولی دی تر څو یاد کړکیچ راکم کړي د ده پر وینا دواړو لوریو سره یې خبرې شوې دي او دواړو ویلي چې دوی یو بل سره د جګړې پلان نه لري.

خو بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، د امریکا د غیر ضروري او مضرو کړنو له امله په منځني ختیځ کې وضعیت د خرابېدو په حال کې دی او کړکېچ ورځ تر بلې ډېرېږي.

ایران وړاندې تر دې هم د امریکا له ورته اقداماتو سر ټکولی وو او ویلي وو چې یاد هېواد هڅه کوي په منځني ختیځ کې کړکېچ زیات کړي او دوی به ورته ددې کار اجازه ورنه کړي.

د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ پر دوام د ایران د دفاع وزیر عامر حاتمي هم څو ورځې وړاندې ویلي، ایران د هر ډول ګواښ مخنیوي ته تیاری لري او له خپلو دښمنانو سره جګړې او مخامخ کېدو ته چمتو دی.

د ایران دفاع وزیر دغه رار څو ورځې وړاندې وویل د امریکا او اسرایلو اتحاد ته به سخته ماتې ورکړي نوموړي ویلي مونږ له خپلو دښمنانو سره به بشپړه تړګه اوس مهال په یوې سترې جګړه کې یو او سخته ماتې به ورکوو.

د یادونې وړده اوس هم د دواړو لوریو ترمنځ اړیکي ناسمې دي او د کړکیچ د زیاتېدو ویره لاهم ډېره شته.

جواد ظریف: امریکا په منځني ختیځ کې کړکېج زیاتوي

جواد ظریف: امریکا په منځني ختیځ کې کړکېج زیاتوي