fbpx

غزني! د چاودنې تلفات (۲۰)  ته جګ شول

خبریال ویب پاڼهکابل ۲۲مۍ ۲۰۱۹د اولیا وو ښار غزني کې نن وسله والو طالبانو یوه ځواکمنه چاودنه وکړه .‌

په دغه چاودنه کې تر دم ګړیه د (۴) کسانو شهادت او د ۱۵ ټپي کېدل تائید شوي دي .

وسله وال طالبان واييچې دا یو موټر بم وو او ددوی له لوري وشو.

افغان امنیتي چارواکو خبر ورکړ چې موټر بم یې هدف ته تر رسېدو وړاندي په نښه کړی دی .

په غزني کې د خبریال ډات کام همکار ښاغلی جلالزي ته د روغتون چارواکو ویلي چې روغتون ته تر اووسه د دوو کسانو مړي او پنځلس ټپیان وروړل شوي دي.

امنیتي چارواکي واييچې دوه ولسي وګړياو دوه امنیتي سرتېري شهیدان شويدي او ۱۲ نور چې لویه برخه یې ولسي وګړي دي ټپیان دي .

غزني چې د اولیاوو په ښار مشهور دی او لسګونه زیارتونه پکښې دي،وخت ناوخته د وسله والو طالبانو له بریدونو سره مخامخ وي .

د غزني ښار یو اوسېدونکي چاجي نیاز محمد په غزني کې د خبریال همکار ښاغلي جلالزي ته ویلي چې چاودنه د یوه پوځيموټر په وسیله وشوه .

نوموړی واي چې د ماسپښین د لمانځه پر مهال یې یو پوځيموټر ولید چې په بېړه د پي آر ټي لورته لاړ .

سیمه آیزو اوسېدونکو په فرض روژه کې د وسله والو طالبانو دا عمل په کلکه غندلی دی .

د کابل چارواکي لا هم د غزني پر پېښه پټه خوله دي ، خو په کابل کې د خبریال ډاټ کام همکار وايي چې هلته هم په ځینو سیمو لکه شش درک کې د امنیتي احضاراتو خبر ورکړل شوی دی .

په کابل کې سخت امنیتي تدبیرونه لا له وړاندي نیول شوي دي .