fbpx

لا هم غیرمسؤوله وسله والې ډلې حکومت ګواښي

خبریال ويب پاڼه – کابل ۲۲ مۍ ۲۰۱۹ / که څه هم په افغانستان کې تر څلوېښتو زیات کلونه وشول چې جګړه روانه ده، د دې جګړې په بهیر کې افغانانو د روسنان په وړاندې کلکه مبارزه وکړه او روسان یې اړ کړل چې افغانستان پرېږدي ، خو د روسانو له وتلو سره په افغانستان کې کورنۍ جګړې پیل شوې ، په دې کورنیو جګړو کې د سیمو استخباراتو او په ځانکړي توګه پاکستان خپل مهم رول لوبولی دی.

د کورنیو جګړو پر مهال تقریباً ټولو افغانانو سلاح ته لاسرسی پیدا کړ، خو د طالبانو د واکمنۍ د راتګ سره بیا طالبانو د یو شمېر شمالي ولایتونو پرته ګڼ ولایتونه لاندې کړل ، خو په نیول شویو ولایتونو کې د طالبانو لومړۍ کار خلع سلاح کول وو ، چې په زور او جبر سره یې له خلکو څخه هغه سلاح اخیستله چې د روسانو سره یې پرې جهاد کړی وو.

په دې ترڅ کې د شمال په هغه ولایتونو کې  چې طالبانو سره مقاومت وشو او طالبان یې پر نیولو بریالي نه شول لاهم درنه وسله له ځانه سره لري او وخت ناوخت پرې حکومت ګواښي .

خو کله هم چې په افغانستان کې سمتي او یا هم نژادي مسایل رامنځته شي ، نو د شمال ولایتونو لنډغر بیا له دوی سره پر پاته اسلحو نازیږي ، حکومت او یا هم د نورو سیمو اوسېدونکي ګواښي ، حکومت لا تر اوسه هم په دې نه دی بریالی شوی چې د دې لنډغرو څخه پاته اسلحه راټوله کړي او ډایاګ یې کړي، په شمالي ولایتونو کې که کوچینۍ مسئله هم راپورته شي نو د عامو خلکو په ګډون ټول هغه لنډه غر هم اسلحه را اخلي چې ټول عمر یې خلک وژلي وي ، یا یې د خلکو مالونه لوټ کړي دي  او بې ناموسي یې کړې وي .

په ولسي جرګه کې د رئیس د څوکۍ پر سر  تر جنجال وروسته په ټولنیزو شبکو کې  په ولسي جرګه کې د پنجشیر د خلکو استازي نوري هغه غږونه لاس په لاس کیږي چې خپلو غیر مسؤولو وسله ډلو ته امر کوي چې کابل ته راشي او په زور سره د ولسي جرګې څوکۍ ونیسي .

حکومت که څه هم په دې وروستیو کې یو شمېر هغه غیر مسؤول وسله وال ونیو او زنداني کړل چې د قانو څخه په سرغړونې تورن وو، خو لاهم په زرګونه داسې غیرمسؤوله وسله والې ډلې ټپلې شته چې د حکومت په وړاندې لوی ګواښ دی  .

حکومت ته په کار ده چې نه یوازې دا چې په ولسي جرګه کې د پنجشیر د خلکو د استازي د هغه غږونو په اړه څېړنه وکړي ، چې ښکاري خپلو جنګیالیو ته کابل ته د تګ وايي او د زور له لارې د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ نیول غواړي ، بلکې د هغو ډلو ټپلو په اړه هم جدي اقدامات وکړي چې غواړي د شته غیر قانوني اسلحو پرمټ حکومت او یا هم ملت ته ګواښونه کوي .

لیکوال : ابوعظم شیخ

Loading...