fbpx

د طالبانو او حکومت ګډه پرېکړه ؛ خلیلزاد به د سولې ‌له پروسې وزي

خبریال ویب پاڼه / کابل ۲۲ مۍ ۲۰۱۹د اشرف غنيپه مشريافغان حکومت او په قطر کې طالب مشران په دې صلاح شويچې زلمی خلیلزاد دسوليله پروسې وباسي‌.

دا پرېکړه د ارګ او د طالبانو د قطر ددفتر ترمنځشوې ده .‌

په قطر کې د طالبانو یوه لوړرتبه چارواکي خبریال ډاټ کام ته وویل چې د طالبانو د سیاسيچارو مشر ملابرادر د زلميخلیلزاد په تړاو خپله خبره تر امریکا ييچارواکو رسولې ده .

وړاندی افغان حکومت شکایت درلود چې زلمی خلیلزاد یې د سوليد پروسې په تفصیل نه خبروي،خو اوس طالبانو دا تور پوريکړی چې زلمی خلیلزاد د سوليپروسه چټکتیا ته نه پرېږدي .

نن په کابل کې یوه لوړرتبه افغان چارواکيهم خبریال ویب پاڼې ته ددې خبريپخلی وکړ چې طالبان او زلمی خلیلزاد یو پر بل بې باوره شوياو طالبانو له امریکا غوښتيچې خلیلزاد د سوليله پروسې وباسي‌.‌

دافغانستان د امنیت شورا ریس حمد الله محب لا له وړاندي په امریکا کې له زلميخلیلزاد نه شکایت وکړ چې ظاهرآ د ښاغليمحب په زیان تمام شو ،خو په لویه کې د ښاغليمحب تر شکایت وروسته دافغانستان د سوليپروسه د امریکا ، پاکستان او طالبانو له منځه ووته او نړۍ واله شوه .

طالب مشران دا منيچې له افغان حکومت سره خبري ځکه نه ډاګیزه کوي چې دا یې د جګړې په لیکو کې پر وسله والو طالبانو بد اغیز شیندي .

که څه هم د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د لیدو کتو راپو رونه وخت ناوخته تر لاسه کېږيخو د طالبانو د مرستیال مشر ملا برادر او د ولسمشر ددفتر دریس سلام رحیميترمنځ د روان ۲۰۱۹ کال د اپریل میاشتيد (۱۰) نېټې د قطر غونډه چې یونیم ساعت یې دوام وکړ تر ټولو مهمه غونډه بلل شوې ده .

د طالبانو او حکومت له لوريد زلميخلیلزاد خلاف یوځای کېدل په دې معنا ديچې د جګړې دواړه لوريښه پړاو ته داخل شويدي‌.

تر دم ګړیه نه وسله والو طالبانو او نه هم افغان حکومت د دې موضوع په تړاو رسميڅه نه ديویلي، خو د رواني مۍ میاشتي پر (۲۸) نېټه ښاييد یوه مهم ملاقات پر مهال ځینيخبريډاګیزه شي‌ ‌.

د مۍ میاشتي۲۸ نېټه د طالبانو او حکومت تر منځ تر ټولو یوه مهمه ورځګڼل کېږي،چې دواړه لوريیې د ځینو ملحوظاتو پر بنیاد له رسنیزه کېدو ډډه کوي .‌

بل لورته که څه هم تر اوسه زلميخلیل زاد او د امریکا حکومت په دې تړاو څه نه ديویلي، خو د امریکا د د سنا جرګې ښاغلی خلیلزاد وربللی چې دافغانستان د سوليد پروسې په تړاو د بندو دروازو تر شا معلومات ورکړي .

زلمی خلیلزاد د امریکا له لوريدافغانستان د سوليلپاره د ولسمشر ټرمپځانګړی استازی دی ، او په څه دپاسه دوو میاشتو کې د طالب مشرانو سره د افغانستان د سوليپه تړاو (۶) ښکاره او ځیني پټې ناستيکړي دي .

دا هم ولولئ‌

په قطر کې د د سلام رحیمي‌او ملا برادر ملاقات