fbpx

کوهلي: نړیوال جام به د چېلینجونو څخه ډک وي

خبریال ویب پاڼه لندن – ۲۳ مۍ ۲۰۱۹: د هند کریکټ ملي لوبډلمشر ویراټ کوهلي وايي، ددغه جام سیالیو پارمټ ته په کتو سره به تر ټولو ستونزمن او له چیلینجونو څخه ډک جام وي.

ویراټ کوهلي وویل” یقیناً چې دا به تر ټولو زیات له چیلینجونو ډک نړیوال جام وي، که چیرې تاسو ټولو ټیمونو ته نظر وکړئ، ډیر سره نږدې دي.

ویراټ کوهلي چې د نړیوال جام ته د روانیدو وړاندې یې خبرې کنفرانس پر مهال خبرې کولې وویل” د ټولو لوبډلو څخه نیولې، ان تردې چې افغانستان هم د ۲۰۱۵ کال څخه راپدیخوا په کریکټ کې ډیر پرمختګ کړئ دی، له همدې کبله مونږ باید هره لوبه کې کوشش او ښه یې ترسره کړو.

ویراټ کوهلي زیاتوي چې یوازې پیاوړې لوبډلې د لسو ټیمونو د ګروپ څخه مخکې تګ کولی شي.

مونږ د نړیوال جام سیالیو پر مهال د استراحت لپاره داسې کومه خونه نلرو، دا چې ولې! دا ځکه چې دا نړیوال جام دی، ته باید په ورځ کې را وراسیږې او په همدې ورځ باید لوبې ته هم ځان چمتو کړې. چې دا یو چیلینج دی.

هندوستان لوبډله په ۲۰۱۷ کال د انګلیستان په کوربتوب په چمپیون ټرافي سیالیو پایلوبه کې د پاکستان لخوا له ماتې سره مخ شوه، او دواړه سیالې لوبډلې به یو ځل بیا د نړیوال جام سیالیو پر مهال یو له بل سره مخ شي.

ویراټ کوهلي وايي” که چیرې مونږ همداسې د نورو ټیمونو پام ته دوام ورکړو، مونږ څخه به خپله مبارزه په همدې ځای پاتې وي.

” چمتوالی نیول، هيڅ توپیر نلري،مونږ باید یوازې پخپل استعداد، کوالیټی او مخکموالي تمرکز ولرو، او مخالف ته باید قطع نظر واوسو.

د یادونې وړ ده چې د انګلیستان او والز په کوربتوب د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالۍ به د مۍ میاشتې په دیرشمه نیټه پيل شي.

پدې ستر ټورنامینټ کې لس لوبډلې ګډون کوي، چې هره لوبډله به د یو او بل سره په سیالۍ کې مخ شي، او له هغې وروسته به ترې څلور مخکښې لوبډلې سیمي فاینل یا نیمه پایلوبې ته لار ومومي.

عزیزي