fbpx

کارابین سیالیو ته یوازې یو افغان لوبغاړی واخیستل شو

خبریال ویب پاڼه لندن – ۲۳ مۍ ۲۰۱۹ : د اووم پړاو کارابین پریمیر لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړو اخیستو یا نیلامي پړاو د انګلیستان په لندن ښار کې ترسره شو.

ددغه سیالیو لپاره د افغانستان څخه زیاتو لوبغاړو نوم لیکنه کړې وه. چې له ډلې یې یوازې چینامین او ورو توپ اچوونکی ظاهرخان وتوانید چې لار پيدا کړي.

ظاهرخان په پنځم راونډ کې بولۍ ته پورته شو چې د جامیکا تالاوز لوبډلې لخوا په ۷۰۰۰۰ ډالر واخیستل شو.

د کارابین سیالیو ډرافټ یا نیلامۍ پړاو کې تر ټولو په لوړه بیه لاسیت مالینګا، الیکس هېلز او ایسورو اوډانا واخیستل شول.

مالینګا د سنت لوشیا سټارز لوبډلې لخوا په ۱۶۰۰۰۰ امریکايي ډالر، ایسورو اوډانا د سنت کیټس انډ نویس پیټرائيټس لوبډلې لخوا په ۱۶۰۰۰۰ امریکايي ډالر او الیکس هیلز په ورته بیه د بربادوس لوبډلې لخوا واخیستل شو.

د افغان لیګ سپنر توپ اچوونکي راشدخان په نشتون کې ګاینا امازون وئریئرز لوبډلې پاکستانی ورو توپ اچوونکی شاداب خان په لوبډله کې واخیست.

راشدخان ورسره د نړۍ نور مشهورو لوبغاړو برینډن مکولم، لوک رنکی او کریس لین د کارابین پریمیر لیګ سیالیو پر ځای ( ایرو سلمز ټوننټي لیګ) یا اروپایي شل اوریز لیګ سیالیو ته چې د کارابین پریمیر لیګ سیالیو سره په ټکر کې دی، لوبیدو ته ترجیح ورکړه.

اروپایي شل اوریز لیګ سیالۍ د اګسټ په دیرشمه نیټه پیلیږي. خو کارابین پریمیر لیګ سیالۍ بیا د سپټمبر په څلورمه نیټه پيلیږي چې د اکتوبر تر دوولسمې نیټې به دوام وکړي.

عزیزالله عزیزي