fbpx

واشنګټن منځني ختیځ ته د سرتېرو پر لېږلو غور کوي

خبریال ویب پاڼه – نړیواله څانګه ۲۳ مۍ ۲۰۱۹ / د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو سره امریکا منځني ختیځ ته د پنځه زره سرتېرو پر لېږلو غور کوي .

امریکايي چارواکي وايي چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ منځني ختیځ ته د نورو ستېرو د استولو غوښتنه کړې ده ، دغه چارواکو رویټرز سره په خبرو کې ویلي چې دغه اقدام یې د ایران د کوم نوي ګواښ په وړاندې نه دی کړی بلکې موخه یې په سمیه کې د امنیت ټیګښت دی ، پنټاګون تر اوسه پورې د دغه چارواکو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي .

په دې وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ لفظي جګړه وروسته له هغې تېزه شوې چې امریکا خپلې خلیج فارس ته خپلې جنګي بېړۍ و استولې او همدارنګه یې د ایران سره نږدې په قطر او اماراتو کې پوځي الوتکې هم ځای پر ځای کړې ، امریکا وايي دا کار یې د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه کړی دی .

د سه شنبه په ورځ هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ایران ته د یوه ګواښ په ترڅ کې ویلي و ، چې امریکا پر داسې لارو چارو غور کوي چې ډېر ژر به د ایران د ناوړه کړنو مخه ونیسي .

همدارنګه د مۍ پر ۲۱ نېټه د  امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاټریک شاناهان د ایران په اړه خپلو څرګندونو کې ویلي ، چې د ایران په وړاندې د امریکا غبرګونونو مخکې له مخکې اغېز کړی دی ، د نوموړي په خبره د ایران په وړاندې د امریکا غبرګون د ایران احتمالي بریدونه ځنډولي دي

نوموړي خبرداری ورکړی چې لا هم په لوړه کچه ګواښونه موجود دي او د دوی دنده ده چې ډاډمن شي چې ایرانیان نا سمه محاسبه ونه کړي .

د ایران او امریکا ترمنځ داسې مهال کړکېچ زیاتیږي چې امریکا ادعا کوي چې ګټې یې د ایران له ګواښ سره مخ دي نو ځکه یې پوځي اقدام کړی دی ، که څه هم د دواړو هېوادونو مشرانو په خپلو خبرو کې ویلي و چې جګړه نه غواړي .

امریکا ایران د خبرو بلنه ورکړې ده ، خو ایران په دې اړه د امریکا دغه غوښتنه رده کړې ده ، او وایي چې تر هغه به امریکا سره خبرو ته حاضر نه شي څو امریکا د او متحدان یې د ایران سره په شوې اټومۍ هوکړې عمل نه وي کړی .