fbpx

د طالبانو امریکایی طالب ملګری له بنده ازادیږي

خبریال ویب پاڼه – کابل ۲۳مۍ ۲۰۱۹ / جان واکر لینډ په امریکا کې له ۱۷ کلونو بند تېرولو وروسته نن پنجشبه له زندانه ازادیږی ،

نوموړی په ۲۰۰۱ میلادي کال د افغانستان به مزار کې هغه مهال و نیول شو، چې د طالبانو په پلوي یې په شمال کې جګړه کوله

لېنډ د طالبانو لومړۍ امریکا يي ملګری دی ، چې د طالبانو د رژیم دنسکورېدو پر مهال په افغانستان کې ونیول شو او وروسته بیا په امریکا کې محکمې د تروروېزم په جرم محکوم کړ .

جان واکر چې په طالبانو کې په عبدالحمید مشهور و له نیول کېدو وروسته په امریکا کې په شل کاله بند محکوم شو او د اینډیانا ایالت په تېرهوټ زندان کې بندي شو ، نوموړي د خپل بند ۱۷ کاله او پنځه میاشتې تېرې کړې دي. امریکايي چارواکي وايي چې د جان واکرلېنډ په چلند کې مثبت بدلون راغلی دی؛ نو ځکه د زندان پاته وخت ورته بخښل شوی دی .

لېنډ په ۲۰۰۰ میلادي کال په نومبر میاشت کې پاکستان ته تللی و او له هغه ځایه بیا افغانستان ته اوښتی او له طالبانو سره یو ځای شوی.

نوموړی به راتلونکې درې کاله تر څارنې لاندې وي او د امریکا د حکومت له لوري پرې ځینې بندیزونه هم لګېدلي دي ، یوازې به په انګلیسي ژبه له انټرنېټ څخه کار اخلي ، د افراطي ډلو مواد نه شي کتلي ، بل پاسپورټ نشي اخیستی او نشي کولی چې له امریکا څخه ووځي .

جان واکر اوس ۳۸ کلن دی او شل کلن و چې افغانستان ته راغلی و .

جان واکر داسې مهال له زندان څخه ازادیږي چې لاهم په افغانستان کې د طالبانو او یو شمېر نورو ترهګرو ډلو په وړاندې د امریکا جګړه روانه ده او له بله پلوه له طالبانو سره په قطر کې د سولې خبرې هم روانې دي ، چې لا تر اوسه یې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي .