کور پاڼه / راپورونه / له پاکستان سره د «عمل ګډ پلان» د کار د دوام په اړه هېڅ پرېکړه نه ده شوې

له پاکستان سره د «عمل ګډ پلان» د کار د دوام په اړه هېڅ پرېکړه نه ده شوې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، له پاکستان سره د دوه اړخېزه د «عمل ګډ پلان» د کار د وام اړه هیڅ پرېکړه نه ده شوې.

نوموړی تېره ورځ په یوه خبرې کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې د «سولې او یووالي لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان» په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ مذاکرات کومه مطلوبه نتیجه نه ده ورکړې.

ښاغلي مستغني وویل، چې اسلام اباد ته د افغان پلاوي د سفر په ترڅ کې او له پاکستاني چارواکو سره د خبرو په پایله کې هغه موضوعات چې د افغانستان لپاره اړینې ګڼل کیږي، پرې کومه موافقه نه ده شوې.

د مستغني په وینا، له ترورېزم سره مبارزې، د تاوتریخوالي په کمولو او د سولې لپاره د جوړجاړي په برخو کې نتیجه محوره او مشخصه اقدامات د افغانستان په لومړیتوبو کې شامل وو چې پرې بحث او خبرې هم شوي.

خو ښاغلي مستغني وایي د خبرو په پایله کې افغان پلاوي له پاکستان سره د دغو موضوعاتو په اړه موافقې ته نه ده رسېدلي او له همدې امله د «سولې او یووالي لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان» د کار د دوام لپاره هیڅ پرېکړه نه ده شوې.

بلخواه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وایي، د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د دوه ورځینو خبرو په ترڅ کې ځینې موافقې شوې خو د دواړو غاړو ترمنځ لا هم د خبرو کولو اړتیا لیدل کیږي.

Loading...

بیا وګوره

امریکې افغانستان کې لښکرمشر بدل کړ

د امریکې پوځ افغانستان کې خپل لښکر مشر بدل کړ. دغه جنرال له ځانګړو روزل …

حکمتيار: ځوانان کولی شي چې د هېواد روان حالت بدل کړي

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د پل تخنيک پوهنتون له يو شمېر محصلينو سره …