fbpx

کابل: درې کسه د غلا په تور وژل شوي او څلور نيول شوي

خبریال ویب پاڼه / کابل ۲۳ مۍ ۲۰۱۹ – د کورنيو چارو وزارت وايي، د يوې جرمي ډلې مشر او دوه همکاران يې په کابل کې وژلي دي.
د دې ډلې مشر چې عنايت قچي نومېږي، د کابل ښار په ګڼو سازمان شويو قتلونو، غلا او اختطافونو کې لاس درلود.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، افغان امنيتي ځواکونو څو ځله د عنايت قچي د نيولو هڅه کړې وه او د کورنيو چارو وزارت څه موده مخکې د مجرمينو په يوه ۱۳ کسيز لېست کې د نوموړي نوم اعلان کړى و او له خلکو يې د هغه په نيولو کې مرسته غوښتې وه.
رحيمي زياتوي، نن د کابل په څلورمه ناحيه کې۷ کسانو چې نظامي يونفورم يې په تن و، يو تور هايلکس موټر وتښتاوه چې د پوليسو لخوا تعقيب شول او د کابل په پغمان په ولسوالۍ يې د هغو د نيولو هڅه وکړه، خو موټر تښتوونکو له پوليسو سره جګړه پيل کړه چې په پايله کې يې د دې ډلې مشر عنايت قچي او دوه نور ملګري يې ووژل شول او څلور نور ملګري يې ونيول شول.
په کابل کې د غلو د يوې ډلې غړي په داسې حال نيول کېږي او وژل کېږي چې په دې ښار کې جنايي پېښې ډېرې شوي او خلک يې اندېښمن کړي دي.