fbpx

عاجل خبر ! يوه ورځ موقته اداره

خبريال ډاټ کام واشنکټن / د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون اعلام وکړ چې محمد اشرف غني نه غواړي د خپل واک دوره نوره وغځوي او له سلا مشورو وروسته یي پریکړه وکړه چې د حکومت واګي یوې موقتي ادارې ته وسپاري.

دا خبر د ماښام د اتو بجو د خبري سرویس پر مهال په دري ژبه خپور شو.

د عطا محمد نور ټلیفون ته زنګ راځي او سکرټر یي له دغه خبره خبروي.

نوموړی دستي بل ټلیفون را اخلي او یونس قانوني، امان الله ګزر، بسم الله خان، عباس ډالر، قوماندان احمدجان او خپلو یو شمیر نورو لنډغرو او فرضت طلبو وسله والو ملګرو ته خبر ورکوي.

هغوي ته وایي چې صبا سهار وختي له خپلو ملیشو سره د پښتونستان وآت ته ځان ورسوي تر څو له هغه ځایه په ارګ ور ننوزي.

دا خبرډاکټر عبدالله ته هم رسیږي او نوموړی صلاح الدین رباني ته وایي چې باید لاس په کار شو او په هر ډول چې کیږي باید له بل هر کس دمخه ارګ ته ځآن ورسوو.

صلاح الدین او رباني د خیرخانې مینې د کوتل په شاوخوا کې میشتو جمیعتي لنډغرو ځوانانو ته پیغام استوي چې باید صبا خپل موټر او وسلي را واخلي او د سهار په اتو بجو د بهارستان سینما پر لور ورشي تر څو د عبدالله د کور له مخې له هغه سره یو ځای د ارګ پر لور حرکت وکړي.

قوماندان الماس زاهد له عطامحمد نور څخه دنده اخلي تر څو په کابل کې خپل میشت وسله وال سره منسجم کړي او جګړې ته تر غاښونه مسلح شي.

لطیف پدرام هم خبریږي چې اشرف غني واک پریښي دستي په کابل او بدخشان کې له خپلو خراساني او فاشیستو ملاتړو سره اړیکه نیسي او ورته وايي چې ځانونه د ارګ نیولو ته چمتو کړي او هغوي هم د ارګ پر لور حرکت کوي.

کله چې دغه دری ډلي سهار وختي د پښتونستان واټ ته را رسیږي تر څو په ارګ ننوزي د ارګ مخې ته یې پر ولاړه خیمه سترګي لګیږي چې تورسن او لیوال پکې له خپلو یو شمیر محدودو پلویانو سره پلترۍ وهلي او په یوه لوی لوډ سپیکر کې د یا ارګ یا مرګ ناري وي.

د ګلبدین حکمتیار پلویان هم د ارګ د نیولو لپاره سیمې ته په را رسیدو دي.

له پلڅرخي څخه ملا ترخیل کوچی، حاجي زرداد، قلم او چمن له خپلو په لسګونو وحشي پلویانو سره چې په بیلا بیلو سپکو او درنو وسلو سمبال دې د څرخي پله، سروبی، چهار آسیاب او ارزان قیمت څخه د ارګ په لور را درومي.

هرې خوا ته هوايي ډزي کیږي او همدا ناري اوریدل کیږي چې یا ارګ یا مرګ!

ارګ به هلته شیرین شي چې د ګلبدین شي….

حنیف اتمر خپلو یو شمیر پلویانو ته لغمان ته زنګ وهي چې په کاسټر موټرونو کې ځان واچوي او کابل ته ځانونه ورسوي تر څو حکومت قبضه کړي او ارګ ته ننوزي .

فرامرز تمنیا چې د ولسي جرګې بل کاندید دی او چندان یي خلګ نه پيژني خپلي میرمني ته چې مور یي د ټاکنو د کمیسیون مشر ده ټلیفون کوي چې ژر تر ژره خپلي مور سره اړیکه ونیسي چې که کیدای شي یو دوه دری موټره خلګ له ترخیلیانو او کابل میشتو نورستانیانو څخه را ټول کړي تر څو د ارګ د قبضه کولو په سیالۍ کې پاتي رانشي.

په همدې حال کې په پښتنونستان واټ کې د شمالي د لنډغرو او ګلبدین پلوه ملیشو د احساساتي او بي شعوره ځوانانو تر منځ لفظي مشاجره رامنځ ته کیږي او دواړه لوري یو پر بل ډزي کوي.

دغلته جګړه نښلي او په لسګونو کسان له دواړو غاړو او همدا راز د هغو خلکو له مینځه وژل کیږي چې په ښار کې د تیریدو په حال کې دي.

د نښتو لمن پراخیږي او د لوګر او څرخي پله له لوري پښتانه او د شمالي له لوري جمیعتیان او د افشارو او برچي له اړخه هزاره ګان یو بل د غچ اخیستلو لپاره ړستوني را نغاړي.

د ښار په هر اړخ کې نښتي رامنځ ته کیږي، دوکانونه او مارکیټونه اور اخلي، او عامه شتمنۍ د یو شمیر وږیو او فرصت طلبو اشخاصو له لوري لوټل کیږي.

د بریټانیا او امریکا سفارتونه او همدا راز د اروپايي ټولني او یوناما استازي د جګړې له ښکیلو غاړو غواړي چې خپل پلویان له بغاوت څخه را وګرزوي او د ویني تویدني مخه ونیسي.

ډاکټر اشرف غني چې یوازي څو ساعته یي له استعفا تیر شوي په دې حالت چې هیڅ کله یي هم تصور نه کاوه د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مشرانو سره اړیکي نیسي لیکن د مخابراتي شبکو فعالیتونه په ټپه دریدلي او نه شي کولای له اسدالله خالد او مسعود اندرابي سره تماس ونیسي.

شاه حسین مرتضوي چې یي ویاند دی ورته وایي چې دی خبر شوی چې اسدالله خالد له دریو ورځو راهیسي دوبۍ کې دی او کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابی له ډاکټر عبدالله عبدالله سره یو ځای شوی او ټول هغه دولتي امکانات یي جمیعت ته په واک کې ورکړي چې ترینه د پولیس ځواک لپاره کار اخیستل کیده.

غني په ډیره وارخطایۍ له خپلو یو شمیر ارګ میشتو ملګرو سره چې ورسره نږدې اوسیږي اړیکه نیسي او خبریږي چې په شمال کې د شاهین،  په ختیځ کې سیلاب، په جنوب کې اتل او سویل ختیځ کې تندر قل اردوګان مات شوي او ټول سرتیري له خپلو قرارګاوو او پوستو د ځان د خوندي ساتلو په هدف تښتیدلي دي.

غني خبریږي چې د یادو پوځي تاسیساتو کارآمد وسایل یا د پوځي صاحب منصبانو له لوري وړل شوي او یا که پآتي هم وو قل اردو ګانو ته د نږدې کلیو د خلکو له لور لوټ تالا شوي دي.

په داسي حال کې چې په کابل کې سخته  جګړه روانه ده، هوايي ډګر د جمیعت ګوند له لوري ولکه شوی او ټولي الوتني په ټپه دریدلي دي.

غني هڅه کوي چې له بي بي ګلې سره په یو ډول نه یو ډول ووزي خو خبریږي چې جمیعت ګوند د هوايي ډګر ولکه اخیستي او له هر لوري په ډګر توغندي لګیږي.

هغه هڅه کوي چې د امریکې او بریټانیي له سفارتونو سره اړیکه ونیسي خو معلومات تر لاسه کوي چې دغو دواړو سفارتونو او یو شمیر نورو دیپلوماتیکو ادارو خپل ټول بهرني کارکونکي د بګرام هوايي ډګر ته انتقال کړي چیرته چې لا هم امریکایي ځواکونه کلکه ولکه لري او د اړتیا په صورت کې یې په امریکايي پوځي الوتکو کې له افغانستان وباسي.

د ښار په څلورو اړخونو کې د متواترو ډزو غږونه اوریدل کیږي او د پوځ او پولیسو ګاډي چې د بیلا بیلو رقیبو ډلو لاس ته ولیدلي په یو شمیر سیمو کې ولاړ دي او یو بل لوري په خپلو دښمنو غاړو ډزي کوي.

د واټونو پر هره غاړه مړي او ټپيان پراته دي او هیڅ څوک نشته چې هغوي روغتون ته انتقال کړي.

خبر را رسیږي چې د ایمیرجنسي روغتون ډاکټران هم تښتیدلي او دولتي روغتونونو تر دهلیزونو پوري له مړیو ډک دي..

ښار په تور لوګي کې پټ دی او هیڅ څوک نه پوهیږی چې څرنګه له دغه ښاره ځان وباسي او خپل سر خوندي کړي.

په داسي حال کې چې په کابل کې شدید جنګ روان دی او ډیري سیمي د اور په لمبو کې سوځي، آوازه خپریږي چې حکیم تورسن او لطیف پدرام د ملا ترخیل کوچي د ملیشو لاس ته لویدلي او دواړه یي په پل محمود خان څلور لاره کې د پله پر سر په دار ځړولي دي.

د  ښار په لویدیځ کې هزاه ملیشي، په ختیځ کې د ګلبدین او حاجي منجي او الله ګل مجاهد ملیشي او په شمالي برخه کې د جمیعت ګوند وسله وال کورونه او موټر پلټي چې د بل قوم او ژبي کسان پيدا کړي آو د غچ اخیسني په پلمه یي شکنجه او یا هم ووژني.

له هر چا څخه لاره ورکه ده او ښار کې بلا لنګه ده .

د جګړې دوه ورځي تریږي چې د افغانستان په سویل، ختیځ او مرکزي سیمو کې یو شمیر ولایتونه یو په بل پسې د طالبانو لاس ته لویږي.

له کندهاره نیولي تر پکتیکا، ننګرهار، کنړ او داسي بیا تر بادغیس، هرات، فاریاب ، میدان وردګ، بغلان کندز او تخار پوري ولایتونه د طالبانو له لوري ولکه کیږي.

طالبان په شدت د پلازمیني په لور پرمختګ کوي …

کابل ښار د وینو په حمام بدلیږي او خلګ نه پوهیږي چې څه وکړي…

لاري بندي دي..

اوبه او بریښنا په ښار پرې شوي ده..

خوراکي مواد نه پيدا کیږي ..

ډاکټران او نرسان نه شته…

شفاخاني ټولي له زخمیانو او مړیو ډکي دي…

د آماني لیسه چې تر دې دمخه یوه سمبولیکه لیسه وه د اور په لمبو کې سوځي..

موسسي ټولي تړل شوي او کارکونکي یي ټول تښتیدلي دي…

هوایي میدان کې هیڅ راز الوتني نه تر سره کیږي…

د جګړې ښکیلي غاړي هڅي کوي چې د هوايي ډګر قبضه خپله کړي…

کابل پوهنتون کې د سیاف او هزاره توکومو ملیشو د پلویانو تر منځ درنه جګړه روانه ده او درانده تلفات دواړو لورو ته اوښتي دي…

ادامه لری…..

لیکوال: م.جلالزی

 

Loading...