fbpx

واشنګټن کې افغان سفارت د ملي ګټو خلاف کارول کېږي

رپوټونه کاږي چې په واشنګټن کې افغان سفارت او قونسګلري د ملي منافعو پر ضد کارول کېږي او دغلته داسې کړۍ واک ته رسېدلي چې هېڅ راز افغانی ارزښتونو ته ژمنې نه دي.

د سفارت له دننه خبریال ویب پاڼې ته رسیدلي راپورنه کاږي چې د جمیعت ګوند غړي د  بهرنیو چارو وزیر په دستور د سفارت په بېلابېلو دندو ګمارل شوي دي.

سرچینې وایي چې ګڼ شمیر ډېپلوماتان یوازې د جمیعت ګوند ګټې پالي او د هغوى استازيتوب کوي.

د سرچینې په خبره تېره اونۍ په سفارت کې کلتوري غونډه وه او دغلته د جمیعت ګوند له لوري ټاکل شویو ډېپلوماتانو ګڼ شمېر بهرنیو میلمنو ته د اشرف غني حکومت د قانون خلاف حکومت معرفي کاوه او هغوى ته یې دا ذهنیت ورکاوه چې ګواکې ولسمشر د یوه قوم نماینده ګي کوي او هڅه یې دا ده چې نور قومونه له نظامه وشړي.

م.ج