fbpx

کندهار کې د بلوڅانو په کورونو موټر بم برید شوی دی

خبریال ویب پاڼه کندهار – ۲۴ مۍ ۲۰۱۹: د تازه معلوماتو له مخې په کندهار ښار عینو مېنه کې د بلوڅانو پر کورونو د ۲۱ او۲۲ سړک ترمنځ موټر بم برید شوی دی چې په نتیجه کې دا مهاله ۱۱ تنه ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

خبریال ډاټ کام ته له سیمې د تازه د رارسېدلو معلوماتو له مخې د بلوڅانو په کورونو په دغې موټر بم برید کې تر دا مهاله شپږ ماشومان او پنځه ښځې ټپیانې شوي دي.

ځیني سرچینې وایې په دغې برید کې ممکن یو شمېر کسان تر خاورو لاندي وي، ځکه په سیمه کې درې کورونه له مځکي سره سم یو شوي دي.

ویل کېږي دغه برید د اکبر بکټي د کورنۍ اړوند د لاغر بکټي په نوم د یوه بلوڅ پر کور شوی دی .

د روغتون مسوولینو هم خبر ورکړی دی چې د ماشومانو په ګډون ۱۱ ټپيان ور وړل شوي، دي دغه راز څلور کورنه ويجاړ شوي د سييمه یزو خبر يالانو په خبره چې يو شمېر کسان تر خاورو لاندي شوي دي.

د سیمې خلکو هم د پېښې په تړاو ویره ښودلې ده د دوی پر وینا په دې برید کې ممکن نورو ډېرو بلوڅانو ته هم مرګ ژوبله اوښتي وي.

د دغې پېښې بشپړ جزیات به وروسته خباره شي.