fbpx

ايران: د امريکا فشار ته نه تسليمېږو

خبريال ویب پاڼه – نړیواله څانګه ۲۴مۍ ۲۰۱۹ /
په داسې حال چې د ايران او امريکا ترمنځ ناندرۍ ډېرې شوي، ايراني ولسمشر حسن روحاني يو ځل بيا د امريکا په وړاندې غبرګون ښودلى او ويلي يې دي چې په هېڅ صورت به د امريکا فشار نه تسليم نه شي، حتى که بمونه هم پرې وغورځوي.
روحاني چې د عراق او ايران ترمنځ د جګړې د کليزې په مناسبت يې يوې غونډې ته خبرې کولې، وويل چې دوى له خپل وطن او خپلواکۍ دفاع کوي او په دې خاطر به هېڅ زورور ته تسليم نه شي.
د ايران او امريکا ترمنځ لانجې د ايران د اټومي پروګرام په سر رامنځ ته شوي چې د امريكا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتګ سره يې لا زور اخيستى.
ټرمپ له ايران سره د بارک اوباما د حکومت تړون رد کړ او هغه يې د امريکا په تاوان وباله، ځکه يې په ايران نور بنديزونه هم ولګول چې دې هېواد ته يې سخت اقتصادي تاوان واړوه.
په وروستيو اقداماتو کې د امريکا مرکزي قومندانۍ د دې هېواد له دفاع وزارت (پېنټاګون) څخه غوښتي و چې منځني ختيځ ته پنځه زره سرتېري ولېږي، خو بلخوا د ايران د بهرنيو چارو وزار جواد ظريف له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د ايران په وړاندې د امريکا د يرغل او تاوتريخوالي مخه ونيسي.