fbpx

د دوو وزارتونو وزیران له دندو ګوښه شوي

خبریال ویب پاڼه – کابل ۲۴ مۍ ۲۰۱۹ / د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ او د اوبو او انرژۍ وزیران له خپلو دندو ګوښه شوي دي .

د راپورونو له مخې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر شهزاده ګل اریوبي او همداراز د اوبو او انرژۍ وزیر له خپلو دندو ګوښه شوي دي او پر خای یې نوي وزیران ټاکل شوی دي  .

د معلوماتو له مخې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ لپاره فهیم هاشمي د نوي وزیر په توګه او همدارنګه د محمد ګل خُلمي پر ځای ډاکټر شاران ټاکل شوي دي، چې ډېر ژر به د باور رایو د اخیستلو په موخه ولسي جرګې ته معرفي شي .

د دغه وزیرانو د لرې کېدو د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي .

له له وړاندې د ثبات او همپالنې ټیم د ولسمشر له لوري د ولسمشر د دې کړنې سره مخالفت ښودلی دی ، دې ټیم پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې عبدالله عبدالله د د ولسمشر د ټاکنو نور سیالان د لوړ رتبه چارواکو د ادلون بدولون سره مخالف دي .

په دې اعلامیه کې راغلي چې د جمهوري ریاست د نوماندانو د فهرست تر اعلانېدو وروسته باید د ولسمشر واک را کم شوی وی .

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ لپاره نوماندان وايي ، چې ولسمشر د دولتي امکاناتو او صلاحیتونو څخه د کمپاین په توګه کار اخلي چې دا کار یې د قانون خلاف دی .