fbpx

مولوي سميع الله ريحان يې ولې شهيد کړ؟

خبریال ویب پاڼه / کابل ۲۴ مۍ ۲۰۱۹ – دوه کاله مخکې طالبانو په کندهار کې مولوي عبدالغفور پېروز شهيد کړ، پېروز د هغو ديني عالمانو له ډلې څخه و چې د ترهګرۍ او ظلم مخالف و او خلک يې مينې او انسانيت ته را بلل، ده په افغانستان کې د طالبانو ظلمونه غندل او دا خبره يې کوله چې مرګ حق دى، خو زموږ مرګونه ناحقه دي. د پېروز له شهادت وروسته نن يو بل ديني عالم مولوي سميع الله ريحان د خداى په کور (جومات) کې شهيد شو، دا ديني عالم مې کلونه کلونه د تلويزون په سکرين ليدلى و. دى خپله وطندوسته انسان و او نور يې هم وطندوستۍ ته را بلل، ده له نظام او افغان سرتېرو ملاتړ کاوه او په يوه خپرونه کې يې وويل:” يو سړى به را پاڅي، سبق به يې نه وي ويلى، په ملي اردو پسې به خبرې کوي، زما لپاره زما ملي اردو، امنيت او پوليس افتخار دي، د خپل پوځ يوه وېښته د ټولې دنيا له پوځيانو سره نه برابروم، زه افغان يم، په همدې خاوره کې ژوند کوم، په همدې خاوره کې مرمه، ځکه زما لپاره زما سرتېري اهميت لري.”
مولانا ريحان يو خصوصي ښوونځى هم درلود او د پسرلي په پيل کې يې په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي و، هغه يتميان چې پلرونه يې د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې شهيدان شوي، د ده په ښوونځي کې په وړيا ډول درس ويلى شي.
مولانا ريحان له منبر او د رسنيو له لارې د وطندوستۍ او د وطن د ابادۍ خبره کوله او خلک يې دې ته را بلل چې له وطن سره د خيانت په ځاى دې؛ له وطن سره مينه وکړي، خپل وطنوال دې نه وژني، د خپل نظام او وطنوالو احترام دې وکړي او د پرديو په خوله دې خپل وطن نه ورانوي، خو د افغان وطن دښمنانو دا وطندوسته عالم هم په افغانانو پېرزو نه شو او د روژې په مبارک مياشت کې يې شهيد کړ.
مولانا ريحان ويل، هغه ديني عالم چې وطندوسته نه وي، مسلمان نه دى، دى د نورو ملايانو غوندې محافظه کاره نه و، بلکې هره خبره يې سپينه کوله، ظلم يې غنده او په وطن کې روانه ناولې جګړه يې فساد بلله.
سمه ده چې ترهګرو مولانا ريحان شهيد کړ، خو د مولانا فکر هېڅ وخت وژلى نه شي، د وطندوستۍ دا فکر که نن محکوم دى، سبا به د افغان وطن د ابادۍ زېرى له ځان سره راوړي.
خپلې خبرې مولانا ريحان ته د فردوس جنت په غوښتو؛ د مولوي محمد عليم بسمل په دې بيتونو پاى ته رسوم.
شوه مو له خداى سره خبره نيمايي کې پاتې
ښکلي لمونځونه مو رنګين شول د زړګي په وينو
شول مو په خوله کې تسبيحات لکه ګل پاڼې پاڼې
سپينې سجدې مو تکې سرې شوې د تندي په وينو

ليکوال: عمران رحيمي