fbpx

افغان لوبډلې پاکستان په ګونډو کړ

خبریال ویب پاڼه لندن – ۲۴ مۍ ۲۰۱۹: د نړیوال جام وړاندې په لومړنۍ تمریناني سیالۍ کې افغانستان په دریو ویکټو پاکستانۍ لوبډله په ګونډو کړه.

په دغې سیالۍ کې پچه پاکستانۍ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړې پاکستانۍ لوبډلې په توپ وهنه کې ټاکلي پنځوس اورونه ونه لوبول افغان اتلانو دا لوبډله په ۲۶۲ منډو راټوله کړه.

د پاکستان لپاره په توپ وهنه کې بابر اعظم سلیزه ووهله نوموړي (۱۱۲) منډې جوړې کړې دغه راز شعیب ملک( ۴۴) او امام الحق( ۳۲) منډې ترسره کړې.

افغان اتلانو لپاره په توپ اچونه کې محمد نبي عیسی خېل درې لوبغاړي وسوځول ،دغه راز دولت ځدراڼ او راشد خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول، حمید حسن او افتاب عالم یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

په دویمه پاڼۍ کې افغان اتلانو یاد د( ۲۶۳) منډو هدف په وروستي پنځوسم اور کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او پاکستانۍ لوبډلې ته یې د کرکټ په تاریخ کې لومړنۍ زبردسته ماتې ورکړه او د ۳۵ میلونو افغانانو په خوله یې خندا راوسته.

د اتلانو لپاره په توپ وهنه کې حضرت الله ځاځي( ۴۹) منډې جوړې کړې، حشمت الله شهیدي (۷۴) منډې جوړې کړې دغه راز محمد نبي (۳۴) او رحمت شاه (۳۲) منډې وکړې او یوه نه هېرېدونکي زبردسته ماتې پاکستان ته ورکړه.

د پاکستانۍ لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې وهاب ریاض درې لوبغاړي، اعماد وسیم دوه لوبغاړي وسوځول دغه راز شاداب او محمد حسنین یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

دا سیالي افغانستان په دریو ویکټو وګټله او د کرکټ په تاریخ کې پاکستان مات کړ او د هغوی غرور یې له منځه یوړه.

دا یو ورځنۍ لوبه نړیوال جام ته د تیاریو په موخه ترسره شوه خو افغان ولس ته یوه نه هېرېدونکي ارزښت لرونکي او تاریخي لوبه وه.

افغانستان د نړیوال جام وړاندې دوهمه تمریناتي سیالي د انګلستان خلاف راتلونکي دوشنبه د مۍ پر ۲۷ مه نېټه ترسره کوي.